چارواکو د موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک کړل شول

د خپريدو وخت: 17:30 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د وزیرانو شورا د یو فرمان په صادرولو ویلي وو، چې د نوي کال له پیله یوازې ولسمشر او د هغه مرستیالان حق لري چې په تورو ښیښو لرونکو ګاډو کې وګرځي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزیرانو شورا د وروستي فرمان له مخې په کابل کې د دولتي چارواکو او د ملي شورا د غړو د تورو ښیښو لرونکو موټرو ښیښې ورسپینې کړې او بې نمبر پلېټه ګاډي یې له ځانه سره یوړل.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د وزیرانو شورا د یو فرمان په صادرولو ویلي وو، چې د نوي کال له پیله یوازې ولسمشر او د هغه مرستیالان حق لري چې په تورو ښیښو لرونکو ګاډو کې وګرځي.

د دغه فرمان له مخې د وزیرانو او د ملي شورا د غړو د ګاډو ښیښې هم باید تور فلم و نه لري، یوازې یو تعقیبي موټر ولري او معیاري نمبر پلېټونه پرې لګېدلي وي.

د دغه فرمان د پلي کولو په موخه تېره ورځ له غرمې وروسته د کابل په بېلا بېلو څلور لارو کې ګڼ شمېر پولیس ولاړ وو او هڅه یې کوله چې د ټولو هغو ګاډو ښیښې ورسپینې کړي چې په فلمونو یې تورې کړي دي او هغه موټرونه له ځانه سره یوسي چې پلېټونه نه لري.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال داود امین هم د کابل د عامې روغتیا په څلور لارې کې ولاړ و.

ښاغلی امین وايي، د ښیښو د پاکولو په برخه کې هېڅوک دوی سره مقاومت نه کوي او دوی د وزیرانو د شورا دغه فرمان په ټولو خلکو یو شان پلی کوي.

دوی د تورو ښیښو د پاکولو پر مهال د ولسي جرګې د یوې غړې موټر هم ودراوه، سره له دې چې هغه په موټر کې ناسته وه، د موټر ځینې ښیښې یې ورسپینې کړې.

د هغه په وینا د ملي شورا هغو غړو ته چې "وج" او "م ج" پلېټونه کاروي دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې معیاري پلېټونه ولګوي او که داسې و نه کړي نو موټر به یې ودرول شي.

دوی د هغو ګاډو پرته چې د افغان چارواکو پورې اړوند وو، د بهرنیو ځواکونو د ګاډو د ښیښو د سپینولو هڅه هم کوله، خو تر هغه چې لیدل کېدل په دغه کار بریالي نه شول ځکه بهرني ځواکونه له خپلو ګاډو نه کوزېدل.

پولیسو هغوی د څو شېبو لپاره و درول او بیا یې ورته د تلو اجازه ورکړه. دا لومړی ځل نه دی چې افغان حکومت داسې یوه پرېکړه کوي.

په وار وار افغان چارواکو اعلان کړی چې تورې ښیښې لرونکي او بې نمبر پلېټه ګادي په ښار کې نه شي ګرځېدلی خو بیا هم ډېر کله دا ډول ګاډي په ښار کې تر سترګو کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .