ولسي جرګه وايي ۱۱ وزیران باید استیضاح شي

د خپريدو وخت: 11:09 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

د افغانستان په ولسي جرګه کې لا له وړاندې د ۱۱ وزيرانو د استيضاح غوښتنه د يو شمېر ولسي استازو د ژبو پر سر خبره وه.

د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه وکړه هغه ۱۱ وزيران چې د پرمختيايي بودیجې په لګولو کې پاتې راغلي په راتلونکې اونۍ کې به استيضاحيه غونډو ته وروبلل شي .

د افغانستان د کابينې د دغو غړو د استيضاح په اړه ولسي استازو څو مياشتې وړاندې په پر له پسې توګه غوښتنې کولې ، خو ځينو استازو د دغو وزيرانو استيضاح د شخصي تربګنيو زېږنده بلله او هغه يې له قانونه ښکاره سرغړونه په ګوته کوله.

يو شمېر استازي ادعا کوي چې دغو وزيرانو په ١٣٩٠ لمريز کال کې ورکړل شوې پرمختيايي بودیجه نه ده لګولې او د دوى په خبره، دغه وزيران د ناغيړيو له امله بايد له واکه لرې کړل شي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې لا له وړاندې د ۱۱ وزيرانو د استيضاح غوښتنه د يو شمېر ولسي استازو د ژبو پر سر خبره وه، خو هره پلا به د ځينو نورو استازو له خوا د دغو وزيرانو استيضاح ردېدله او هغه يې د ځينو هغو استازو غوښتنه بلله چې د دوى په وينا د ځينو وزيرانو او په ټوله کې د افغان حکومت سره ښکاره تربګني کوي.

په دغو ۱۱ وزيرانو کې د هغو کسانو نومونه هم شته چې په ١٣٩٠ کال کې د وزارتونو پر ګديو نه وو ناست ، د ځينو استازو نظر دا و، کله چې يو کس پر يوې څوکۍ نه وي پاتې شوى، نو هغه څنګه کولاى شي چې ولسي استازو ته د بل کس د کړنو په اړه سپيناوى ورکړي، خو د ولسي جرګې په دغې اوسنى پرېکړه کې د پخوا پرتله نرمښت راغلى او ويلي يې دي چې د دغو وزيرانو نه دې يوازې سپيناوى وغوښتل شي او د هغوى د واګو د سلبولو لپاره دې رايې نه کارول کېږي.

که څه هم دغه پرېکړه د تړلو دروازو تر شا شوې، خو د ولسي جرګې لومړي منشي اکرام الدين اکرام دغه پرېکړه له خبريالانو سره شريکه کړه :

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د وزيرانو د تائيدولو او د هغوى د استيضاح کولو واک يوازې او يوازې له ولسي جرګې سره دى، چې په تېر کې هم ځيني وزيران د دغې جرګې له خوا استيضاح شوي او يو شمېر يې د رايو له کارولو وروسته د ولسي استازو له خوا له کاره ګوښه شوي هم دي.

خو دا پلا يو شمېر استازي وايي چې له څېرمه د ۱۱ کسو وزيرانو استيضاح کول به افغان حکومت له سختو ننګونو سره مخامخ کړي. ځيني استازي دا تور هم پر يو بل پورې کوي چې ګواکې د دغو وزیرانو سره ځيني وکيلان شخصي دښمني لري او له همدې امله د دغو وزیرانو د استيضاح لپاره په پر له پسې توګه غوښتنې کوي.

دا معلومه نه ده چې دغو حکومتي غړو ته به په استيضاحيه غونډو کې بيا هم ولسي استازي سره ويشلي وي او که به له يوه دريځه په يوه خوله د هغوى د بې واکه کولو غوښتنه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .