" فساد ضد مبارزه کې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده "

د خپريدو وخت: 11:10 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

د اداري فساد پر ضد ګډې خپلواکې کمېټې ۳۶ نوې سپارښتنې وړاندې کړې دي.

په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمېټه وايي، د افغانستان د دولتي ادرارو او نړیوالې ټولنې لخوا د دغې ادارې یو شمېر فساد ضد سپارښتنې پلې شوې دي، خو په وینا یې د دغې مبارزې لپاره لا ډېر نور کار ته اړتیا ده.

د فساد ضد ګامونو د څارنې دغې ادارې پر پخوانیو سپارښتنو سربېره پر یو شمېر نویو سپارښتنو ټیګار کړی دی.

د اداري فساد پر ضد د څارنې او ارزونې ګډه خپلواکه کمېټه وايي، چې تر اوسه دوی د فساد ضد مبارزې د اغېزمنتیا په اړه ۷۴ سپارښتنې کړې دي، چې یوازې ۲۰ سلنه یې په بشپړ ډول پلې شوي او ۲۲ سلنه یې په ټولیز ډول نه دي پلې شوې.

د دغې ادارې د دارالانشا مشرې سیما غني په کابل کې د خپل نوي شپږ میاشتني راپور د خپرولو په غونډه کې وویل، د دوی لخوا د ورکړل شویو سپارښتنو ۵۸ سلنه یې د پلي کېدو په برخه کې لا تر کار لاندې دي.

"۲۰ سلنه یې په بشپړه توګه پلې شوې دي، ۵۸ سلنه یې تر کار لاندې دي او د دغو سپارښتنو ۲۲ سلنه هېڅ نه دي پلې شوې. چې د دې شل سلنه ۱۵ سپارښتنې کېږي، هغه ۵۸ سلنه چې تر کار لاندې دي ۴۳ سپارښتنې دي او هغه ۲۲ سلنه چې هېڅ نه دي پلې شوې، ۱۶ سپارښتنې دي."

د یادې ادراې د فساد ضد مبارزې مشاور سید نعمت الله سایر د پلیو شویو سپارښتنو په ډله کې د کانونو وزارت لخوا د خپلو قراردادونو خپرول، د ګمرکاتو قانون کې د تعدیلاتو منځته راتلل او د اداري اصلاحاتو د ادارې لخوا د ملکي خدمتونو په بهیر کې د اسانتیاو رامنځ ته کېدل د بېلګو په توګه یاد کړل. ښاغلي سایر د هغو سپارښتنو بېلګې هم وړاندې کړې، چې تر اوسه هېڅ نه دې پلې شوې.

دغې ادارې همداراز د په فساد کې د ښکېلو کسانو نه محاکمه کېدل او په دولتي ادارو کې د فساد ضد مبارزې په اړه د همغږۍ نشتوالی سترې ننګونې وبللې.

د یاد بنسټ چارواکو وویل، له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو یې غوښتي وو، چې په خپلو نصابونو کې فساد ضد مضامینو ته ځای ورکړي، خو تر اوسه د دوی دغه سپارښتنه هم نه ده پلې شوې.

"د دغې ادارې د دارالانشا مشرې سیما غني په کابل کې د خپل نوي شپږ میاشتني راپور د خپرولو په غونډه کې وویل، د دوی لخوا د ورکړل شویو سپارښتنو ۵۸ سلنه یې د پلي کېدو په برخه کې لا تر کار لاندې دي."

د اداري فساد پر ضد ګډې خپلواکې کمېټې ۳۶ نوې سپارښتنې وړاندې کړې دي. په دوی کې ډېرې سپارښتنې د ټاکنو، د بېخبنايي او ودانیزو چارو، د مدني ټولنو، د خصوصي سکټور لپاره د اسانتیاو برابرولو، ځمکو د غصب او د نړیوالې ټولنې د مرستې په برخو کې شوې دي.

د ټاکنو په برخه کې د بېلګې په توګه، د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د پلان د پیاوړتیا بهیر باید په رتلونکو دوو میاشتو کې جوړ شي.

همداراز سپارښتنه شوې، چې د ټاکنو د بهیر هغه کابو لس زره کارکوونکي باید په راروانو ټاکنو کې پر دندو و نه ګومارل شي، چې په اداري فساد کې ښکېل بلل شوي.

د مدني ټولنې په برخه کې سپارښتنه شوې، چې د کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کړنې باید د یوې ځانګړې کمېټې پر مټ و ارزول شي. په دې لړ کې همدراز سپارښتنه شوې، چې د رغاونیزو پروژو په څار کې دې اړوندو سیمه ییزو خلکو ته ونډه ورکړل شي.

په همدې ډول د خصوصي شرکتونو په برخه کې وړاندیز شوی، چې فساد کې ښکېل شرکتونه باید په یوه تور نوملړ کې شامل شي او په راتلونکي کې پروژې ور نه کړل شي.

د اداري فساد پر ضد ګډه کمېټه د فساد پر ضد د یوې سیاسي ارادې نشتون یوه ستره ننګونه بولي. دوی اندېښنه څرګندوي، چې په یو شمېر برخو کې د چارواکو لخوا ورسره په دغه مبارزه ژمنې کېږي، خو بیا یې جدي نه ګڼي او په اړه یې عملي ګامونه نه اخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .