د کوکنارو اړولو پر مهال نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

د خپريدو وخت: 06:11 گرینویچ - سه شنبه 26 مارچ 2013 - 06 وری 1392

په دغه نښته کې د ځايي چارواکو په وینا ۱۷ کسه د حکومت وسله وال مخالفین اویو پولیس وژل شوي.

د هلمند والي محمد نعیم وایي، دافغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ په یوه نښته کې د یوه پولیس په ګدون ۱۸ کسه وسله وال وژل شوي دي.

د ښاغلي نعیم په وینا، دغه نښته تېره ورځ ( دوشنبه د مارچ ۲۵ ) د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو اړولو د کمپاین پرمهال رامنځ ته شوه.

په دغه نښته کې چې څو ساعته یی دوام درلود د ځايي چارواکو په وینا ۱۷ کسه د حکومت وسله وال مخالفین اویو پولیس وژل شوي او دوه نور افغان پولیس ټپیان شوي دي.

بل لور ته تېره ورځ د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو پریوه پوځي پوسته ځانمرګی برید شوی چې د راپورونو له مخې ځاني زیانونه یی نه لرل.

هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مشر سید ملوک ویلي، چې چاودنه دیوه ګاډي په وسیله شوې چې د ده په ټکو خورا زوروره وه.

ښاغلي سید ملوک وویل چې چاودنې د دغې پوځي پوستې ځینې برخې ورانې کړې خو ځانې زیان یی نه دې اړولی.

"هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مشر سید ملوک ویلي، چې چاودنه دیوه ګاډي په وسیله شوې چې د ده په ټکو خورا زوروره وه."

وسله والو طالبانو د دواړو پېښو مسوولیت منلی.

د دغې ډلې ویاند قاری یوسف احمدي ویلي، چې تېره ورځ د نادعلي ولسوالي د نري مانده په سیمه کې د بهرنیانو پر یوه پوځي اډه د دوی ملګرو ډله ییز برید کړی چې د ده په وینا د پنځو افغان پوځیانو په ګډون یی لسګونه بهرنی پوځیان وژلي.

طالب ویاند زیاته کړې، چې د ګرمسېر په نښته کی تر ۲۰ زیات افغان پولیس وژل شوي او همدارنګه یې په دغه نښته کی د خپلو اتو ملګرو د وژل کېدو پخلی کړی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .