کابل کې د سیاسي ګوندونو د جبهې غونډه

د خپريدو وخت: 13:17 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

ویل کېږي، په دغه جبهه کې ډېر هغه کسان راټول شوي، چې په افغانستان کې د بهرنیانو د شته والي مخالف دي.

افغانستان کې د حکومت له وسله واله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو لپاره، په دغه هېواد کې د بهرني پوځیانو پاتې کېدل هغه لانجمنه موضوع ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې پرې بحثونه کېږي.

ځینې سیاسي ګوندونه په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو له پاتې کېدو سره موافق دي، خو ځینې نور بیا مخالفت کوي.

د ملي وحدت په نامه جبهه، چې په افغانستان کې د بهرنیانو دحضور مخالفت کوي، له یوې خوا امریکایان په افغانستان کې په دې تورنوي، چې په دغه هېواد کې سوله نه غواړي، بله خوا وايي، چې د سولې عالي شورا په دې څو کلونو کې نه ده توانېدلې، چې له طالبانو سره د سولې د ټینګښت لپاره د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

دغه جبهه چې مشري يي احمدشاه احمدزی کوي، تر ډېره اسلامپالي نظریې لري. ویل کېږي، په دغه جبهه کې ډېر هغه کسان راټول شوي، چې په افغانستان کې د بهرنیانو د شته والي مخالف دي.

د دغې جبهې یو غړی او د ولسي جرګې پخوانی غړی حاجي فرید وايي، که افغان دولت وغواړي، نو جبهه یې کولی شي، د طالبانو او د دولت ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره منځګړیتوب وکړي.

"افغان دولت تل ټینګار کوي، چې له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو واک یوازې دسولې عالي شورا لري."

خو افغان دولت تل ټینګار کوي، چې له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو واک یوازې دسولې عالي شورا لري.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان دولت له ټولو سیاسي مخالفانو او د مدني ټولنو له غړو سره په دې برخه کې یوه غونډه ولري او د سولې په برخه کې د هغوی سلا مشورې واوري.

افغانستان کې د سولې بهیر دبریالي کېدو لپاره چارواکي او خپله د سولې عالی شورا، د ګاونډیانو په ځانګړي ډول د پاکستان پر رول ټینګار کوي. د همدغې پروسې دبریالي کېدو لپاره، ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې ولسمشر حامد کرزی قطر ته رسمي سفر وکړي او ظاهراً به هلته د طالبانو د دفتر پر پرانستلوخبرې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .