جان کېري ناڅاپه کابل ته ورسېد

د خپريدو وخت: 12:23 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

ښاغلی کېري داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې امریکايي ځواکونو د بګرام زندان چارې په رسمي توګه افغان حکومت ته وسپارلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېد.

ټاکل شوې، چې ښاغلی کېري د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون له لوړ پوړو افغان مقاماتو سره وویني او په دوه اړخیزو موضوعاتو ورسره خبرې وکړي.

کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له لوري رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیو چارووزیر جان کېري نن کابل ته ورسېد تر څو یوځل بیا له افغا نستان سره د امریکا د متحده ایالاتو ستراتیژیک مشارکت په ډاګه کړي او د سیاسې، اقتصادي او امنیتې لېږد له پړاو سره د متحده ایالاتو ملاتړ څرګند ګړي.

په بیانیه کې دغه راز ویل شوي، چې ښاغلی کېري به د دې سفر په ترڅ کې له ولسمشر کرزي ، نوروافغان چارواکو او همدا ډول د مدنې ټولنې له استازوسره وګوري او له دوی سره به د متحده ایالاتو د هڅواو ګډ کار په باب خبرې وکړي.

بل لور ته یوه امریکايي مقام رسنیو ته ویلي، چې ښاغلی کېري به د دې سفر په بهیر کې له افغان مقاماتو سره د افغانستان کې د سولې، افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد او دغه هېواد کې د ټاکنو په اړه وغږیږي.

"یوه امریکايي مقام رسنیو ته ویلي، چې ښاغلی کېري په د دې سفر په بهیر کې له افغان مقاماتو سره د افغانستان کې د سولې، افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد او افغانستان کې د ټاکنو په اړه وغږیږي."

ښاغلی کېري داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې همدا نن ( د مارچ ۲۵) امریکايي ځواکونو د بګرام زندان (پروان زندان) چارې په رسمي توګه افغان حکومت ته وسپارلې.

افغان ولسمشر په داوروستیو کې د افغانستان اړوند مسالو په لړکې د امریکايي مقاماتو په کړنو کلکې نیوکې کړې دي.

له دې مخکې په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ښاغلي کېري او د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني افغانستان کې د سولې پر روان بهیر خبرې کړې دي.

دغه خبرې عربي هېوادونو ته د جان کېري او اشفاق کیاني د سفر پر مهال شوې. د پاکستان د پوځ د رسنیو برخې ویلي، د تېرې یکشنبې پر ماښام اردن کې د غونډې پرمهال جنرال کیاني له ښاغلي کېري سره کتلي دي.

له دې مخکې ولسمشر کرزي ویلي وو، چې امریکا له طالبانو سره په اروپايي او خلیجي هېوادونو کې مخامخ پټې خبرې کوي، خو افغانستان کې د خپلو ګټو په خاطر جګړه روانه ساتي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .