جان کیري له کیاني سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

د خپريدو وخت: 10:36 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392
جان کیري او کیاني

دا په تېر دسمبر کې د امریکا بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدا وروسته نورې نړۍ ته د ښاغلي کیري لومړی سفر او د کیاني او کیري لومړۍ کتنه وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني افغانستان کې د سولې پر روان بهیر خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو برخې ویلي، د تېرې یکشنبې پر ماښام اردن کې د غونډې پرمهال جنرال کیاني له ښاغلي کیري سره کتلي دي.

دا مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني د عربي هېوادونو پر سفر بوخت دي.

د پوځ اعلامیه کې ویل شوي، چې ''جنرال کیاني او جان کیري افغانستان کې د سولې پر بهیر او د سوېلي اسیا پر امنیتي مسایلو خبرې وکړې''.

دا په تېر دسمبر کې د امریکا بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدا وروسته نورې نړۍ ته د ښاغلي کیري لومړی سفر او د کیاني او کیري لومړۍ کتنه وه.

پټې خبرې

دواړو مشرانو داسې مهال سره کتلي، چې افغان ولسمشر حامد کرزی قطر ته د سولې د بهیر چټکولو لپاره د قطر د امیر په رسمي بلنه دوحې ته غوښتل شوی.

همداشان، ولسمشر حامد کرزي وړاندې پاکستانی حکومت او امریکايي چارواکو د افغانستان د سولې په بهیر کې د خنډ او ځنډ په رامنځ ته کولو تورن کړي وو.

ولسمشر کرزي ویلي وو، چې امریکا له طالبانو سره په اروپايي او خلیجي هېوادونو کې پټې مخامخ خبرې کوي، خو افغانستان کې د خپلو ګټو په خاطر جګړه روانه ساتي.

د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ ديپلوماتیک اړیکي وروسته تر هغو ترینګلي شول، چې د پاکستان د علماوو مشر مولانا طاهر اشرفي افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو د روا والي په اړه فتوا ورکړه.

د نوموړي له دې څرګندونو سره د افغان چارواکو غوسه راوپارېده، خو پاکستان وویل، چې د اشرفي څرګندونې د حکومت رسمي نظر نه دی، همدا وو چې دغه پاکستاني ملا خپلې څرګندونې بېرته واخیستې.

"افغانستان ټینګار کوي، چې اسلام اباد دې د افغان ادارې او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرو کې له زړه همکاري وکړي."

افغان ولسمشر په کابل کې د افغان او پاکستاني علماوو کنفرانس کې د پاکستان بایکاټ هم په غوسه کړی و.

افغانستان ځکه د اشرفي په وینا غوسه وښوده، چې دغه سړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري افغانستان ته یو رسمي سړی ورمعرفي شوی و.

د افغان سولې په بهیر کې افغان چارواکي پاکستان په ناغیړۍ تورنوي او وايي چې له پاکستاني زندانونو د خوشي شویو طالبانو ځای- ځایګی هېڅ مالوم نه دی.

افغانستان ټینګار کوي، چې اسلام اباد دې د افغان ادارې او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرو کې له زړه همکاري وکړي.

ښاغلي کرزي څو ورځې وړاندې دا م ویلي و، چې ''خبر دی، چې طالبان له کوټې په ځانګړو الوتکو کې بهر ته سفرونه کوي''.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .