امریکا بګرام زندان افغانانو ته وسپارۀ

د خپريدو وخت: 16:18 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

امریکا د بګرام زندان افغانانو ته وسپاره

د بګرام زندان چارې نن دوشنبه د مارچ ۲۵مه د لوړپوړو افغان او نړیوالو چارواکو په شتون کې په بشپړه توګه له امریکايي ځواکونو نه د افغانستان د دفاع وزارت پوځي پولیسو ته وسپارل شوې.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د بګرام زندان چارې نن دوشنبه د مارچ ۲۵مه د لوړپوړو افغان او نړیوالو چارواکو په شتون کې په بشپړه توګه له امریکايي ځواکونو نه د افغانستان د دفاع وزارت پوځي پولیسو ته وسپارل شوې.

د افغان حکومت له لوري د بګرام زندان سپارلو په برخه کې د حکومت له لوري ګومارل شوي استازي اشرف غني احمدزي وویل ''دا د افغانستان یوه تاریخي ورځ ده، چې تر اوږدو بحثونو وروسته د زندان د لېږد مساله عملي شوه.امریکايانو زموږ اصولي موقف ومانه، چې له مخې به یې د هر بندي افغان محاکمه د هېواد د قوانینو پربنسټ کېږي''.

ښاغلي احمدزی له امریکايي چارواکو مننه وکړه چې د هغه په وینا د افغان حکومت غوښتنې ته يې غاړه کيښوده او د دغه هېواد قانون ته يې په درنه سترگه وکتل.

دغه راز د پوځي پولیسو د عمومي قومندان جنرال محمد فاروق په وینا، د زندان د چارو د سپارلو له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا څلور زره بندیان افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

ښاغلي فاروق زیاته کړه د ۱۴۹۱ کال د حوت میاشتې په ۱۹ مه نیټه د بګرام زندان د یو هوکړه لیک له مخې د امریکایي چارواکو له خوا افغان لوري ته سپارل شوی و. د شپږو میاشتو په موده کې مونږ ته ۳۰۵۱ زندانیان د امریکایانو له خوا وسپارل شول. په دویمه پړاو کې بیا چې د تیر کال له قوس میاشتې پیل شوی وو، او تر دغه دمه چې زه تاسې سره خبرې کوم، ۹۴۹ نور بندیان موږ ته سپارل شوي دي. چې په دې سره د سپارل شوو ټولو بندیانو شمېر شاوخوا څلور زره کسانو ته رسیږي. یو محدود شمېر بندیان د امریکانو په واک کې دي چې د روانې اونۍ تر پایه به هغه هم موږ ته وسپارل شي.”

ښاغلی فاروق وايي، تر اوسه د ۱۳۷۶ بندیانو دوسیې څیړل شوي او له بنده خوشې شوي دي.

بګرام

بګزام زندان
  • ۱۹۷۹-۸۸: د شوري د یرغل پرمهال د ځواکونو او اکمالاتو مهمه اډه وه
  • ۲۰۰۱: د طالبانو تر ماتېدا وروسته ایتلافي ځواکونو هوايي اډه پکې جوړه کړه، او افغانستان کې تر ټولو لوی امریکایی زندان شو
  • ۲۰۰۵ جولای: څلور خطرناک جنګي بندیان ترې وتښتېدل
  • ۲۰۰۷ فبروري: د اډې د ننه پر مرستیال ولسمشر ډیک چیني ځانمرګي برید تر ۲۰ ډېر کسان ووژل
  • ۲۰۱۰: زرګونه بندیان له پروان زندانه ولېږدول شول، له اډې بهر بل زندان ورته جوړ شو
  • ۲۰۱۰ اپریل: د بګرام پټ زندان کې د بندیانو ربړول بربنډ شول
  • ۲۰۱۲ فبروري: بګرام کې د قرآن کریم تر څو ټوکه سوځېدا وروسته د امریکا ضد مظاهرې وشوې، لږترلږه ۳۰ کسان په کې ووژل شول
  • ۲۰۱۲ مارچ: افغانانو ته د زندان د سپارلو موافقه وشوه
  • ۲۰۱۲ سپتمبر: د زندان سپارلو مراسم ترسره شول، خو امریکايي ځواکونو لاهم د خطرناکو بندیانو ساتنه کوله
  • ۲۰۱۳ مارچ: د وروستي ځل لپاره د اړیکو د ترینګلتیا له کبله امریکا د زندان سپارل وځنډول

د بهریو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف دنفورد د بګرام زندان د چارو لیږد د افغانستان او نړیوالې ټولنې په اړیکو کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل چې سیاسي او پوځي ليږد هم د افغانستان خلکو او هم افغان چارواکو ته زيات ارزښت لري.

جنرال دنفورد وویل، په افغانستان کې د امریکا تر یوولس کلن حضور وروسته د ګډو هڅو په پایله کې پرمختګ شوی، خو اوس د زندان سپارلو چاره د لېږد د ستر بهیر یو کوچنی ګام دی.

د بګرام زندان د مسوولیتونو د لېږد په غوڼډه کې د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو او ژمنه یې وکړه چې د بګرام زندان د بندیانو دوسیې به په قانوني موده کې چې ۳۰ ورځې ده وڅيړي او هیڅ بی ګناه کس به په سزا محکوم نه کړل شي.

د چارواکو په وینا هغه کسان چې وروسته له دې د نړیوالو ځواکونو له خوا نیول کیږي په ۹۶ ساعتونو کې به افغان لوري ته سپارل کېږي.

خو هغه بهرني کسان چې د نړیوالو ځواکونو له خوا په افغانستان او یا بهر کې نیول شوي د بهرنیو ځواکونو سره به پاتې کېږي.

په تېر مارچ کې امریکا وملنه، چې د نژدې ټولو بندیانو چارې افغان حکومت ته وسپاري، چې شمېر یې تر ۳۰۰۰ اوړي.

خو د افغان حکومت او امریکایانو ترمنځ له ناندریو وروسته، د دغه زندان د سپارلو وخت او په زندان کې د ځینو خطرناکو بندیانو د برخلیک مالومول وځنډول شو.

له همدې امله ولسمشر کرزي په کابل او هلمند ولایتونو کې د امریکا په دریځ نیوکې وکړې او امریکا یې طالبانو سره په پټو اړیکو لرلو تورنه کړه.

د ولسمشر له دغو څرګندونو وروسته د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جوزف دنفورد خپلو ځواکونو ته د تیارسۍ امر وکړ.

'د افغانستان ګوانتانامو'

د بګرام زندان په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لوی زندان و، چې څو کاله وړاندې په کې د بندیانو د سختې ربړونې خبر ورکړل شوی و.

دغه زندان د کابل په شمال کې نژدې څلوېښت کیلومتره لیرې د پروان ولایت په یوه هوايي اډه کې پروت دی، چې ناټو او بهرني ځواکونه یې کاروي.

د زندان سپارلو مراسمو پرمهال افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ وویل: ''افغان امنیتي ځواکونو ته د زندان سپارل د امنیتي لېږد لوی بهیر یو مهم ګام ګڼل کېږي. ''

په تېر مارچ کې امریکا وملنه، چې د نژدې ټولو بندیانو چارې افغان حکومت ته وسپاري، چې شمېر یې تر ۳۰۰۰ اوړي.

خو د افغان حکومت او امریکایانو ترمنځ له ناندریو وروسته، ددغه زندان د سپارلو وخت او په زندان کې د ځینو خطرناکو بندیانو د برخلیک مالومولو له کبله وځنډول شو.

دغه زندان د ځینو افغانانو له لوري د ''ګوانتانامو زندان'' هم نومول شوی دی.

د تېر ۲۰۱۲ په جنورۍ کې، افغان پلټونو امریکايي ځواکونه د بګرام زندانیانو په بړونې تورن کړل، چې د دوی په وینا، بندیان په مکرر ډول له ثبوت پرته شکنجه شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .