د پکتیا پر ښاروالۍ د فساد تور لګېدلی

د خپريدو وخت: 07:20 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

د ګردیز ښاروال اغا محمد سیدي وايي چې د ده په اړه شوې خبرې د ده په وينا يوازې اوازې دي.

د پکتیا د ګرديز ښاريان په دغه ښار کې د ښاروالۍ له چارو ناخوښ دي، او وايي چې د ښار په پاکوالي او جوړولو کې پاتې راغلي دي .

دوی وايي، تر اوسه پورې د دغه ښار لپاره کانالازسيون سیستم نه دی جوړ شوی، او د ورښتونو پرمهال زياتې اوبه د ښار د ننه ډنډ پاتې کيږي.

د ګردېز یو اوسېدونکی محمدفاروق وايي ښاروالۍ په ګرديز کې د ښار پراختيا د ځينو هغو پروژو خنډ ګرځي، چې بهرنۍ مرستندویه موسسې يې پلې کوي :

''خپله د ګردیز ښاروالي داسې کومه لاسته راوړنه نه لري چې موږ د هغې يادونه وکړو، دا کوم پیاده روونه چې په ښار کې جوړ شوي د رامپاپ موسسې جوړ کړي، يا تاسو وګورئ د ښار لښتي چې پاک شي لس ورځې په هغه ځای پراته وي بيرته لښتيو ته ولويږي . د ښارپاکولو پروژه د رامپاپ موسسې وه چې هغه خلاصه شوه بېرته ښار چټل شو''.

د پکتيا په ولایتي شورا کې د شکايتونو کميسون مشر مياخېل ځاځی د ګردیز ښاروال پړ بولي او وايي، چې د ښار جوړولو هڅې يې شنډې کړې دي:

"د څه شي اداري فساد؟ يعنې زه مثال ورکوم، ګوره ته به په دې باندې هم خبر وې، چې څه موده مخکې يې هم دا تبليغات کول."

اغا محمد سیدي، ښاروال

''واقعاً فساد شتون لري، فساد په دې معنا نه چې ته پیسې واخلې، د نه کار اجرا خپله فساد دی، موږ له ښاروال سره په دې برخه کې خبرې کړې دي، چې د رامپاپ موسسه دلته پروژې پلې کوي، ده د هغو پروژ په اړه ځينې دلايل وړاندې کول، خو کله چې موږ د رامپاپ موسسې له مسؤولینو سره خبرې وکړې هغو ويل چې ښاروال د دوئ د کار خنډ ګرځي''.

د پکتياولایتي شورا ریس ښایسته جان احدي هم د ښاروالۍ له چارو ناخوښ دی، او زياتوي چې دوی په دې برخه کې څېړنې پیل کړې دي ، تر څود دې لامل معلوم کړي:

٪۵۰ کارونه

''هغه نظارت چې د ښاروالۍ په برخه کې موږ کړی او څومره چې موږ معلومات لرو د ښاروالۍ په چارو کې نيمګړتياوې دي، لکه د ښار پرمختګ ته نه پاملرنه، د ښار د اوبو سیستم نشتوالی، ددې لپاره موږ ډیرې هلې ځلې کړې، خو ښاروالۍ تر اوسه پورې پدې نه ده توانېدلې چې دا ستونزې حل کړي، څرنګه چې موږ د ولس استازي يو نو موږ د ښاروالۍ د ۵۰٪ فيصده کارونو څخه ناخوښه يو''.

خو اړوند چارواکي دا نه مني چې ګنې د ښاروالۍ په اداره کې فساد په ښار کې د پروژو د نه پلي کېدو لامل شوی.

اړوند چارواکي دا نه مني چې ګنې د ښاروالۍ په اداره کې فساد په ښار کې د پروژو د نه پلي کېدو لامل شوی.

د ګردیز ښاروال اغا محمد سیدي وايي چې د ده په اړه شوې خبرې د ده په وينا يوازې اوازې دي:

''د څه شي اداري فساد؟ يعنې زه مثال ورکوم، ګوره ته به په دې باندې هم خبر وې، چې څه موده مخکې يې هم دا تبليغات کول. او دلته د فساد هيئتان راغلل په ښاروالۍ کې به څه فساد وي؟ داسې ځمکې موږ نه لرو چې توزيع يې کړو، نور کوم داسې کار نه شته چې ښاروالي کې د چا کار بند وي او نه ورته اجرا کېږي، او هر څوک چې دا تبلیغ کوي کولای شي راشي زموږ او د والي دروازه د دوی برمخ خلاصه ده''.

د ګردیز ښاروالۍ په اداره د فساد او ناغېړۍ تورونه په داسې مهال لګېږي، چې په پکتيا کې د پارکونو، موټرو تمځايونو او ښار ککړتيا تر ټولو سترې ستونزې دي، چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .