کیري: طالبانو سره د خبرو په تړاو زموږ تر منځ کوم اختلاف نه شته

د خپريدو وخت: 21:27 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

له ولسمشر کرزي سره تر خصوصي خبرو وروسته ښاغلي کیري وویل هغه او ولسمشر کرزی د امنیت او بیارغونې په مسلو سره همغږي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې په یو ناڅاپي سفر کابل ته تللی د ولسمشر کرزي سره په یوه خبري غوڼډه کې وویل د وسلوالو طالبانو سره په خبرو اترو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ هیڅ ډول اختلافات نه شته.

له ولسمشر کرزي سره تر خصوصي خبرو وروسته ښاغلي کیري وویل هغه او ولسمشر کرزی د امنیت او بیارغونې په مسلو سره همغږي دي.

جان کیري چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته افغانستان په لومړی سفر راغلی، په ازاده او شفافه توګه د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر حامد کرزي د هلو ځلو ستاینه او هرکلی وکړ.

نوموړي یو ځل بیا افغانستان سره د خپل هیواد له لوري د اوږود مهاله مرستو ژمنه تکرار کړه او ویې ویل چې دوی په افغانستان کې د سیاسي ، امنیتي او اقتصاد لیږد څخه ملاتړ کوي.

جان کیري افغانستان ته په داسې وخت کې سفر کوي چې نن دوشنبه د مارچ ۲۵مه د بګرام زندان بشپړې چارې افغانانو ته وسپارل شوې. دا هغه غوښتنه وه چې په دې وروستیو کې یې د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې ترینګلې کړې وي.

ولسمشر حامد کرزي په دې خبري غونډه کې وویل چې افغانستان د بګرام زندان د لېږد هرکلی کوي.

"ښاغلي کیري په ازاده او شفافه توګه د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر حامد کرزي د هلو ځلو ستاینه او هرکلی وکړ"

هغه د امنیتي چارو د لیږد په اړه زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې ډاډ ورکړ، چې افغان ملي ځواکونه په ټوله معنی د خپل هیواد د امنیت ساتلو او له خپلې خاورې څخه دفاع ته چمتو دي.

د سولې د پروسې په اړه ولسمشر کرزي وویل چې افغانستان په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستلو سره موافقه کړې او قطرته په نږدې راتلونکي کې د سفر پر مهال به د دغه هیواد له چاوراکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړه چې د سولې خبرې اترې او په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل به په هیواد کې د سولې او امنیت تامینولو لپاره ګټور ثابت شي.

هغه په ټینګار سره وویل چې افغانستان په تیرو لسو کلونو کې له خپلو لاسته راوړنو څخه دفاع کوي او په هره لاره چې وي له دې څخه به ساتنه کوي.

حامد کرزي د امریکا د متحدو ایالتونو له مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانستان د یوه خپلواک او ازاد هیواد په توګه چې ملي حاکمیت یې تامین وي، امریکا سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی.

ولسمشر کرزي تیره میاشت په خوست او کابل کې تر ځانمرګو بریدونو وروسته چې له امله یې ګڼ شمیر ملکي وګړي ووژل شول، ویلي وو، چې امریکا او طالبان هره ورځ په قطر او اروپا کې په خبرو بوخت دي او سره متحد شوي دي.

افغانستان ته له راتګ څخه مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

دغه ليدنه تېره شپه په عمان هېواد کې شوې.

د دې ليدنې پر مهال په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې پروسې او د سيمې امنيت په اړه بحث شوى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .