شمالي ولایتونو کې سړي هوا د میوو ونې زیانمنې کړي

Image caption یوازې سړه هوا نه بلکې ځینې وختونه نور طبیعي آفتونه هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې کرنیزو محصولاتو د زیانمېدو او کمېدو لامل کېږي.

د سړې هوا څپې تر ډېره د فاریاب ولایت باغونه اغېزمن کړي دي.

خو زموږ همکار چې په جوزجان، سرپل او سمنګانو ولایتونو کې له خلکو سره غږېدلی هغوی هم د باغونو د زیانمنېدو په اړه ورته ویلي دي.

د زیانونو کچه لا نه ده په ډاګه شوې.

د فاریاب ولایت یو شمېر کروندګر وايي چې نه یوازې د دوی باغونه بلکې نورې کروندې یې هم واورو او سېلابونو زیانمن کړي دي.

دوی په دې برخه کې له حکومته د مرستې غوښتونکي دي.

د فاریاب ولایت د کرنې مشر هم کروندو ته اوښتي زیانونه تاییدوي خو وايي دا طبعي آفت دی او په وړاندې یې څه نه شي کولای.

دی زیاتوي "په دې وروستیو کې د منفي اوو اتو درجو سړې هوا له امله د بادام، زردالو او شفتالو ونو ګلان او یا غوټۍ نژدې نوي سلنه زیانمن شوي دي. طبعي خبر ده چې د کورنیو لپاره یوه هیله وه چې له حاصله یې د خپل ورځني ژوند لپاره ګټه ترې واخلي. خو دا چې دا طبعي آفت دی نو موږ هم څه نه شو کولای او مجبوره یو ویې زغمو."

موږ وغوښتل چې د کرنې وزرات له چارواکو د اوښتو زیانونو او پراختیا په اړه وپوښتو خو له پرله پسې هڅو سره سره د هغوی د غبرګون په ترلاسه کولو کې بریالي نه شولو.

یوازې سړه هوا نه بلکې ځینې وختونه نور طبیعي آفتونه هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې کرنیزو محصولاتو د زیانمېدو او کمېدو لامل کېږي.

ورته مطالب