کابل کې د 'افغانستان پېژندنې' لومړی مرکز جوړ شو

د مرکز لپاره د کابل پوهنتون د ننه په عصري ډول یوه ودانۍ جوړه شوې ده.
Image caption د مرکز لپاره د کابل پوهنتون د ننه په عصري ډول یوه ودانۍ جوړه شوې ده.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د افغانستان پېژندنې په نامه یو مرکز پرانیستل شو.

دغه مرکز ته چې (کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز یا ACKU) په نامه یاد شوی، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۹ کال د اریک یا د اکبر مؤسسې د خپرونو او معلوماتو د منابع د مرکز په نوم فعالیت پیل کړ.

دغه مرکز څلور لویې برخې لري، چې د څېړنې، مطالعې، د معلوماتو زېرمه او لوژستیکي برخې دي.

د مرکز چارواکو د پرانیستلو د مراسمو پرمهال وویل، چې د مرکز لپاره د ودانۍ پر جوړښت شپږ میلیونه ډالر ل ګښت راغلی دی.

ظاهراً د دغه مرکز د جوړېدو هدف د معلوماتو شریکول او د اکاډیمیکو څېړنو ترسره کول او د معیاري مطالعې او کتاب لوستلو دود پراخول ښودل شوي دي.

په عصري بڼه ددغه مرکز په نوې ودانۍ کې یو معیاري کتابتون، ارشیف، چاپي، غږیز او انځوریز انټرنېټي خدمتونه ځای پرځای شوي دي.

که څه هم ددغه مرکز جوړوونکي وايي، چې پخپل ارشیف کې یې د آنلاین ډیجیټل ډېټابېس له لارې ددغه مرکز د معلوماتي زېرمو په ټولګه کې تر ۲۳۰۰۰ ډېر ټوکه پښتو او دري ژبو او همدارنګه ځینې یې په انګلیسي ژبو زېرمه شوي، خو پر وېبپاڼه یې د پام وړ ‌ډېر معلومات نه تر سترګو کېږي.

د افغانستان پېژندنې مرکز چلوونکي وايي، پخپل ارشیف کې ډول ډول کتابونه، مجلې، د دولتي او نادولتي مؤسسو رپوټونه اوونیزې او د مجاهدینو د واکمنۍ له مهاله د طالبانو د رژیم تر ختمېدا پورې کسټونه او ډي وي ډي ګانې لري.

وايي د روغتیا، کرنې، مالدارۍ تاریخ، جغرافیې لرغون پېژندنې، خلکو، ښځو او داسې نورو افغاني مسایلو په اړه یې ډېر مالومات ذخیره کړي دي.

د دغه مرکز جوړوونکي وايي، په روان ۲۰۱۳ کال کې یې د افغانستان پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په مؤسسو کې د ځونانو د معلوماتو د کچې لوړولو لپاره د بهرنیو او افغان کارپوهانو ځینې ازاد بحثونه جوړ کړي دي.

ورته مطالب