محصلان: د جوزجان ولایتي شورا مشر له لیلیې شړلي یو

Image caption د جوزجان د ولايتي شورا مشر له وسلوالو کسانو سره راغی او موږ یې وشړلو. محصلان

د شمالي ولايت جوزجان په مرکز شبرغان کې د يوې ليليې شاوخوا ۱۰۰کسو محصلانو ادعا کړې چې د جوزجان د ولايتي شورا مشر له وسلوالو کسانو سره ورننوتی، دوى يې ډبولي او له ليليې څخه يې ايستلي دي.

د جوزجان پوهنتون محصلانو دا تور هم پورې کړې چې گواکې د ولايتي شورا مشر ترې د يو کس په خوله د دوه دوه زره افغانيو غوښتنه کړې وه، چې په وينا يې د دوى د وس خبره نه وه.

د ولايتي شورا مشر بيا له بي بي سي سره په خبرو کې دا تورونه نه دي منلي او څرگنده کړې يې ده چې د امنيتي اندېښنو له کبله يې د ليليې دروازه تړلې ده.

پنځه کاله مخکې د جوزجان په مرکزي ښار شبرغان کې په پرتله ییز ډول بې وزلي محصلان راټول شول او د ليليې لپاره يې په کور دننه او بهر کې شتمنو افغانانو ته د مرستې لاس وروغځاوه،محصلان وايي دغو شتمنو ورته يوه ودانۍ په کرايه ونيوله چې تر اوسه يې دا مرسته روانه ساتلې وه. دوی وايي اوسمهال په دغه ليليه کې د بيلو ولايتونو شاوخوا ۱۰۰ تنه محصلان مېشت وو.

د يادې شوې ليليې يوۀ محصل شهاب الدين بي بي سي ته وويل چې د ولايتي شورا مشر عبد الحی حيات پرې مشر وټاکه او له دوى نه يې دوه دوه زره افغانۍ وغوښتې چې دوى يې د ورکړې توان نه درلود ، وايي په پايله کې ښاغلى حيات له وسلوالو کسانو سره پرې ورننوت او دوى يې تر وهلو ټکولو وروسته له ودانۍ وايستل.

"موږ ته يې هېڅ وخت رانه کړ چې ولې يې دا کار وکړ، له شپږو وسله والو سره راننوت او په وهلو ټکولو يې وايستو، موږ ونه غوښتل چې غبرگون وښيو، دوې ورځې مخکې يې پر موږ يو کس د مشر په توگه وټاکه، هغه له موږ نه دوه، دوه زره افغانۍ وغوښتې، کوم محصل چې دوه زره افغانۍ ولري ښايي په يوۀ ښه ځاى کې و اوسيږي، نو موږ هغه ته د پيسو د ورکړې توان نه درلود ځکه له ليليې وايستل شو."

خو د جوزجان د ولايتي شورا مشر عبدالحى حيات له بي بي سي سره د خبرو پر مهال دا تورونه ناسم وبلل او ويې ويل دا چې د ليليې ودانۍ د ولايتي شورا د دفتر تر څنگ وه، نو غوښتل يې چې د محصلانو هويت جوت کړي.

" لکه چې تاسې پوهيږئ دا ليليه د ولايتي شورا له دفتر سره نژې وه، موږ غوښتل چې د محصلانو د هويت د جوتولو په موخه هغوى منظم کړو، دوى په پيل کې زما خبره ومنله خو وروسته راغلل قلف يې مات کړ او په خپل سر ودانۍ ته ننوتل،زه له خپلو وسله والو ساتونکو سره ورغلى يم خو وهلي ټکولي مو نه دي."

محصلان اوس وايي چې د اوسېدو ځاى نه لري او ښايي له درسونو لاس واخلي.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې د ننگرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو هم غوښتنه کړې وه چې د ولسي جرگې غړى ظاهر قدير بايد د دوى د پوهنځي هغه ودانۍ پريږدي چې د رڼا په نامۀ ښوونيز بنسټ يې په کې جوړ کړى دى، محصلانو ويل چې د ليليې خونې يې د اوسيدو وړ نه دي او غواړي چې له يادې شوې ودانۍ څخه د ليليې کار واخلي. محصلانو په دې ټس کې د ښوونې روزنې د پوهنځي دروازې هم تړلې وې، په پايله کې ښاغلي قدير ومنله چې ودانۍ به پريږدي، خو تر دې مهاله يې لا هم دغه ودانۍ نه ده پرې ايښې.

ورته مطالب