یو ناما د افغان حکومت د سولې هڅو ملاتړ اعلان کړ

Image caption يوناما داسې مهال د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره د جوړجاړي د هڅو پر ملاتړ ټينګار کوي چې ملګرو ملتو يې کاري موده د يوه بل کال لپاره وغځوله.

کابل کې د ملګرو ملتو سياسي دفتر يوناما داسې مهال د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره د جوړجاړي د هڅو پر ملاتړ ټينګار کوي چې ملګرو ملتو يې کاري موده د يوه بل کال لپاره وغځوله.

دوی وايي افغانستان کې د سولې په تړاو له افغان حکومت سره ګډ کار کوي، خو په اړه يې ډېر جزييات ور نه کړل.

کابل کې د ملګرو ملتو د سياسي دفتر مشر يان کوبېش وويل دوی هيله مند دي چې د پخلاينې دغه هڅې به مثبتې پايلې ولري:

" موږ هيله من يو چې د سولې په تړاو دغه هڅې به ښې پايلې ولري. ټاکل شوې ولسمشر کرزی قطر ته سفر وکړي چې هلته به د قطر دفتر د پرانېستل کېدو د څرنګوالي په اړه بحثونه ولري، او موږ د دغه سفر پايلو ته سترګې په لار يو."

افغان حکومت وايي ولسمشر حامد کرزی د قطر د امير په بلنه دغه هېواد ته د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا او له وسله والو طالبانو سره د پخلاينې په اړه ځي.

افغانستان د طالبانو لپاره په قطر کې د دفتر له جوړېدو سره موافقه کړې، خو دا لا روښانه نه ده چې ولسمشر کرزی به په خپل سفر کې دغه دفتر پرانيزې که څنګه.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ د پخلاينې د خبرو لپاره د هوکې سر نه دی خوځولی، خو افغان حکومت په دې خبره ټينګ ولاړ دی چې د سولې په تړاو خبرې بايد يوازې له افغان حکومت سره وشي.

نړېواله ټولنه او امريکا هم له افغان حکومت سره اوس په دې يوه خوله دي، چې د پخلاينې هر ډول خبرې بايد د افغانستان د حکومت له لارې وشي.

ورته مطالب