کونړ کې د ګوزڼ ضد واکسين هڅو سره اندېښنې لا هم شته

Image caption روغتيا پالان وايي د خلکو په مرسته يې له ټولو ۲۲۰۰۰ پاتې کوچنيانو څه کم ۱۰۰۰۰ واکسين کړي دي

په کونړ کې روغتيايي چارواکي وايي د قومي مشرانو په مرسته يې د هغو کوچنيانو شمېر راکم کړى چې د واکسينولو مخه يې نيول کېده.

د دغو ټولو هڅو سره سره له ۱۰ زرو ډېر کوچنيان د کونړ په ۷ ولسواليو کې نه واکسينېږي.

اندېښنه دا ده که له کډوالۍ ستانه شوي کوچنيان هغو سيمو ته ستانه شي چې له وړاندې په کې واکسين نه کېږي ښايې په ګوزڼ اخته شي.

په کونړ کې د هغو کو چينيانو په شمېر کې نژدې سم نيم کموالى راغلى چې په تېره څه موده کې له واکسينولو پاتي شوي وو.

روغتيا پالان وايي د خلکو په مرسته يې له ټولو ۲۲۰۰۰ پاتې کوچنيانو څه کم ۱۰۰۰۰ واکسين کړي او ۱۲۰۰۰ لا هم پاتې دي.

محمد اسحاق په کونړ کې د واکسين چارو مشر د کونړ په ۷ ولسواليو کې د واکسينولو پر وړاندې د خنډونو يادونه کوي.

د کونړ ولايتي شورا مشر ميا حسن عادل له واکسين نه پاتې کوچنيانو د شمېر راکمول د ځايي شوراګانو د هڅو پايله بولي او وايي په ځينو سيمو کې قومي مشرانو د واکسين بکوسونه په شا کړل او لرې پرتو سيمو ته يې ورسول.

دى وايي که ولس په دغه چاره کې ونډه ولري پاتي شمېر هم راکمېدلى شي.

که څه هم د قومي مشرانو ونډه په دې برخه کې اغېز لري خو ځينې وايي که ديني عالمان هم د دوی په څېر ونډه واخلي له واکسينونې د بې برخې کوچينيانو شمېر به پام وړ راکم شي.

د واکسينولو پاتي کوچينيانو شمېر هله ډېر لوړ شو چې تېرځل د چپې درې په ټوله ولسوالۍ کې يې مخه ونيول شوه.

اندېښنه دا ده چې که دومره شمېر کوچنيان له واکسينولو همداسې پاتي شي د ګوزڼ پېښې به ورسره ډېرې شي.

تېر کال په کونړکې د ګوزڼ ۳ پېښې موندل شوې وې چې دليل يې د واکسين نه کول ښوول شوي وو.

روغتيا پالان له دې هم ډارېږي چې د پولي بله غاړه کې د واکسينو پر وړاندې شته ننګونې هم د دې سبب کېږي چې هلته دېره کډوال که هغو سيمو ته چې د واکسينو مخه په کې له وړاندې نيول شوې، راستانه شې نو د ماشومانو معيوبيت شونتيا يې ډېره ده.

ورته مطالب