د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې خبرې بې ګټې دي

د افغانستان د سولې عالي شورا
Image caption د افغانستان د سولې عالي شورا مشرتابه څو ځلې پاکستان ته د سولې د خبرو لپاره سفرونه کړي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې راوستلو د هڅو په هکله خبرې نورې هم زیاتې شوې او ورسره د سولې په بهیر کې د ښکېلو هېوادوونو د ونډو په هکله هم مختلف نظرونه اورېدل کېږي.

په اردن کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني او د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کیري ترمنځ لیدنې او خبرو د دغه راز ونډو او نقشونو په هکله ډول ډول اندېښنې راپارولې.

د افغانستان ولسمشر داسې ګمان کوي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ دغه راز نژدېوالي او له طالبانو سره خبرې دا مانا لري چی دوی دواړه د افغانستان حکومت ونډې او له مشورې پرته غواړي چی د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وکړي او د افغانستان حکومت د خبرو اترو د لړۍ نه وباسي.

ځینې کارپوهان بیا وایي چی ښه به دا وي، که امریکا له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي؛ ځکه چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې ډلې هم دوی دواړه دي.

خو د ولسمشر کرزي اندېښنه پر ځای ده، د افغانستان لپاره د سولې په خبرو کې تر ټولو مهم غړی د افغانستان حکومت دی.

د نورو ښکېلو ډلو رول هم مهم دی، خو د تل پاتې سولې لپاره په افغانستان کې د ننه حکومت ته اړتیا تر ټولو ډېره ده.

اردو ړنګه شوه

له روسانو سره د جهاد په وخت کې مجاهدینو هم د ډاکټر نجیب له حکومت سره نه غوښتل چی نېغ په نېغه خبرې وکړي او غوښتل یې چې د پاکستان په وسیله له روسانو سره خبرې وکړي.

په ځواب کې روسانو له امریکایانو او پاکستانیانو سره خبرې پیل کړي او مجاهدین یې پاکستان ته پرېښودل چې اداره یې کړي.

د دی خبرو پایله دا وه چې روسان له افغانستان نه ووتل او هغه حکومت چې ګمان کېده د روسانو تر وتلو وروسته به په دویمه ورځ ړنګ شي، درې کاله نور هم دوام وکړ او په پای کې مجاهدینو د ای ایس ای په لارښوونه کابل بمبار، جوړ حکومت او اردو ړڼګه کړه او په خپل منځ کې سره په جګړه بوخت شول.

اوس هم د خبرو لړۍ د ډاکتر نجیب د ملي پخلاینې له بهیر سره ډېر توپیر نه لري.

د افغانستان د حکومت مخالفه ډله اوس هم په پاکستان کی مېشته ده او له هغه ځایه جګړه او د سولې خبرې کوي.

د ناکامۍ تضین

دغه ډله د سولې په خبرو کې خپلواک دریځ هم نه شي درلودای او باید د پاکستان لومړیتوبونو ته وګوري او هغه په افغانستان کې عملي کړي.

د سولې په خبرو کې د اففانستان د حکومت نشتوالی د سولې له خبرو سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای، بلکې د ناکامېدو تضمین یې کوي.

که چېرې هدف دا وي چی په افغانستان کې اوږدمهاله سوله راشي او ګټه یې په سیمه کې ټولو هېوادونه ته ورسېږي، نو د افغانستان حکومت باید په پوره توګه په خبرو کی دخیل وي او د خبرو مشري وکړي.

په افغانستان کی د سولې راوستلو پاکستاني هڅې د نوییمې لسیزې د هڅو تکرار دی.

پاکستان یوځل بیا غواړي چې د خبروا واګي په خپل لاس کې واخلی او د طالبانو له لارې په افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کړي.

دا هغه اهداف دي چې نه یوازې د افغانستان له ملي ګټو سره په تضاد کې دي، بلکې د سیمې د نورو هېوادونو او په سیمه کی د امریکا له ګټو سره هم ډېر زیات توپیر لري.

د سولې او پخلاینې پخوانیو تجربو او د هغو پایلو ته که وګورو، په افغانستان کې سوله او ثبات یوازې د افغانستان د خلکو په استازیتوب د یوې منسجمې ادارې له مرستې پرته نه شي راتلای.

Image caption په افغانستان کې سولې راتلو ته ټول وګړي سخت تږي دي.

دغه منسجمه اداره چی د افغانستان د خلکو له خوا ټاکل شوې ده د افغانستان حکومت دی چې د سولې د خبرو د پرېکړو عملي کولو توان هم لري.

دا به منطقي کار نه وي که موږ په دې تمه کښېنو چې امریکا، طالبان او پاکستان او یا د افغانستان د حکومت اوسني سیاسي مخالفین په خپل منځ کې سره کښېني، نو د افغانستان د ستونزو حل به راپیدا کړي.

سره له دې چې د افغانستان حکومت یو کمزوری حکومت بلل کېږي او له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، دا نورې ټولې ډلې د افغانستان د حکومت ځای ناستې نه شي کېدای.