'که پاکستان همکاري نه کوي، سولې ته بله لار لټوو'

لودین
Image caption لودین وايي، پاکستان سوله غوښتونکي طالب مشران په لوی لاس بندیان کړي یا وژلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر جاوید لودین ویلي، پر افغان خاوره د پاکستان له لوري د توغندیو توغول کوچنۍ خبره نه ده.

د تېرې چارشنبې پر ورځ وروسته تر هغه چې د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان له لوري توغندي وتوغول شول، پاکستان ته د ځینو افغان افسرانو د تمرین ټاکل شوی سفر لغوه شو، چې پاکستان پرې خپله نهیلي وښوده.

له لودین سره بشپړه مرکه واورﺉ

پاکستان وویل، چې د دا ډول کوچنیو موضوع ګانو په سر باید دواړه ګاونډي هېوادونه خپل اړیکي خراب نه کړي.

خو جاوید لودین له بي بي سي سره په یوه مرکه وویل، ''پاکستان باید پوی شي، چې زموږ پر خاوره د توغندیو توغول موږ ته هېڅ د منلو نه ده، پاکستان هم باید ددې موضوع پر حساسیت پوی شي''.

ښاغلي لودین وویل، په داسې وخت کې چې د ډیورنډ له کرښې هاخوا زموږ پر خاوره توغندي توغول کېږي، پاکستان ته د افغان افسرانو استول پرځای کار نه و، چې په وینا یې له همدې کبله یې سفر لغوه شو.

دغه افغان چارواکي وویل، د پاکستان پر وړاندې یې غبرګون پرځای و، خو وايي، چې د سولې په تړاو خبرو لپاره ډاډمنه فضا رامنځ ته کول مهم دي، ځکه چې هلته مهم طالب مشران بندیان دي:

''د سولې په بهیر کې د پاکستان همکاري ډېر اهمیت لري، اوس هم د طالبانو ګڼ مشران پاکستان کېدي، چې حکومت یې کولای شي، دغه کسان د سولې په بهیر کې د ګډون لپاره وهڅوي. موږ په تېرو کلونو کې ډېره هڅه کړې ده، چې د سولې په بهیر کې د پاکستان پام جلب کړو، خو له بده مرغه دوی عملاً همکاري نه ده کړې ''.

لاس تر زنې

ښاغلي لودین وویل، دا چې پاکستان د سولې په بهیر کې مرسته نه کوي، موږ باید تر پایه لاس تر زنې کښې نه نو، او نورې لارې چارې ولټوو.

ښاغلي لودین ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا په تېرو لسو- یوولسو کلونو کې یې ولې له پاکستان سره د سولې په تړاو جدي خبرې نه دي کړې، وویل چې تر خپله وسه یې هڅه کړې ده، خو ددې پرځای کې پاکستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي، د سوله غوښتونکو کسانو او طالب مشرانو مخه یې نیولې ده.

دی وايي، د طالبانو ځینې داسې مشران هم ول، چې د سولې لپاره یې غږ پورته کړی او یا یې لېوالتیا ورته ښودلې ده، د پاکستان له خوا بندیان شوي او یا هم وژل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه جګپوړي چارواکي دا هم وویل، پاکستان باید پوی شي، چې د افغانستان د سولې په مخ کې خنډ ګرځېدل، نه یوازې د افغانستان د بې ثباتۍ لامل ګرځي، بلکې د افغانستان په پرتله د پاکستان ثبات ته هم لوی ګواښ دی:

''د سولې خبرو ډېره برخه د طالبانو مشرانو ته متوجه کېږي، که چېرې په دوی کې یوه ذره افغانیت هم موجود وي، باید پوی شي، چې دا د دوی د هېواد د راتلونکي د برخلیک مساله ده، او دا خطر باید قبول نه کړي، چې خپلې ټولنې ته بدبختي راولي''.

ورته مطالب