" فساد لږ شوی، خو بډې ډېرې شوي "

Image caption په سروې کې ویل شوي چې فساد او بډې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د پراختیا لامل شوې دي.

د افغانستان د روڼوالي څار ادارې په سروې کې د فساد او بډو د هغو پېښو پلټنه شوې چې ارزښت یې تر ۱۰۰ زرو افغانیو یا دوه زرو ډالرو رسېږي.

چې په کې د بډې ورکولو، په کارونو کې خنډ جوړول، خپلوي او د قوم پالنې په ګډون د اداري فساد پېښې شاملې دي.

د افغانستان د روڼوالي د څار یا انتګریټي واچ ادارې د عامه اړیکو مشر سید اکرام افضلي په وینا د سروې له مخې د خلکو تجربې ښيي چې د تېر پر تله د فساد له پېښو سره لږ مخ شوي خو بیا د ورکړل شویو بډو اندازه لوړه شوې ده:

" بډې چې د فساد یوه بڼه ده ۱۶ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی. خو په عین وخت کې چې په ۲۰۱۰ کې د خلکو تجربو ښوولې چې ۲۳٪ سلنه یې د فساد له بېلابېلو بڼو سره مخ شوي وو، چې دغه اندازه په ۲۰۱۲ کال ۱۸ سلنه وو."

دغه سروې ښيي چې د پولیسو او په قضايي ادارو کې د پخوا پرتله فساد لږ څه کم شوی خو دغه دواړه ادارې د هغه کتار په سر کې بلل شوې چې فساد په کې ډېر دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات د ویاند مرستیال نجیب دانش له بي بی سي پښتو خپرونې سره په خبرو کې وویل ښايي د پولیسو په لیکو کې یو څه فساد موجود وي خو هغه شمېرې چې د روڼوالي څار په سروې کې ښوول شوي ردوي یې او وايي چې د دوی په اړوند ادارو کې تر ډېره د فساد مخه نیول شوې ده:

"هغه څه چې په دې سروې کې د پولیسو په لیکو کې د فساد په اړه خپاره شوي دي موږ یې نه شو منلای. او دا په بشپړه توګه بې بنسټه دي.

د تېر کال په پرتله د پنځه سلنې فساد راټیټدلو په اړه باید ووایم چې موږ د فساد پر ضد مبارزې کې د پام وړ پرمختګ کړی. او دغه راپور موږ نه شو تاییدولی."

په سروې کې ویل شوي چې فساد او بډې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د پراختیا لامل شوې دي او په زیاتره سیمو کې یې د نړیوالې ټولنې پر کړنو باور کم کړی دی.

سروې ښيي چې په ۲۰۱۲ کال کې ۱،۲۵ میلیارده ډالره بډې ورکول شوې دي.

وړاندې تر دې له مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې UNODC او له اداري فساد سره د مبارزې او څار افغان ادارې په سروې کې ښوول شوي وو، چې تېر کال افغان چارواکو ته څلور میلیارده ډالره بډې ورکړل شوې دي.

ورته مطالب