د ماليې وزارت تېر کال ۲ ميليارده ډالره ماليه ټوله کړې

Image caption د ماليې وزارت وايي د تېرو کلونو په پرتله سږنۍ ماليه۱۴ سلنه زياتوالى ښيي

د افغانستان د ماليې وزارت وايي په تېر لمريز کال کې د خلکو د مياشتنيو عواېدو نه د راټولو شويو ماليو له درکه نژدې دوه ميليارده ډالره افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي دغه اندازه د تيرو کلونو پرتله ۱۴ سلنه زياتوالى ښيي.

دوی وايي په اداره کې سمونې، د ظرفيتونو لوړول او د خلکو عامه پوهاوی د عوايدو د زیاتېدو مهم لاملونه دي.

بل پلو يو شمير کارپوهان وايي لا هم داسې کورنۍ او نړيوالې ادارې شته چې د خپلو کارکونکو ماليې نه پرې کوي چې د دوى په وينا افغان حکومت تر اوسه نه دى توانيدلى چې له دغو ادارو نه ماليه واخلي.

که څه هم په افغانستان کې د ماليې يا ټکس ورکول د گڼو خلکو لپاره نااشنا خبره ده، خو په تېرو کلونو کې د افغانستان د ماليې وزارت په دې توانيدلى چې له گڼو کورنيو او بهرنيو مرستندويه ټولنو د کارکونکو نه هره مياشت ماليه تر گوتو کړي.

د دغه وزارت د عوايدو مشر عبدالرحمن مجاهد بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې همدغه تير کال دوى نژدې دوه ميليارده ډالره ماليه راټوله کړې چې د ده په ټکو دغه څه د تير په پرتله ۱۴ سلنه زياتوالى ښيي.

بله غاړه د اقتصادي چارو يو شمير کارپوهان که څه هم د دغې ماليې د تر لاسه کولو په اړه خوشبين دي، خو د هغوى له نظره راټوله شوې ماليه هومره نه ده لکه څنگه يې چې دوى اټکل کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د سوداگرۍ خونو د نړيوالو اړيکو مشر اذرخش حافظي وايي که چيرته د افغانستان په ادارو کې د اداري فساد ټغر ټول شي، نو دغه راټولې شوې پيسې به څو برابره نورې هم زياتې شي.

د ښاغلي حافظي تر څنگ گڼ نور کارپوهان هم په دې باور دي چې افغانستان نن سبا د خپلې لگښتي بودجې د تر لاسه کولو لپاره هم بهرنيو او نړيوالو مرستو ته اړمن دى.

دوی په دې اند دي که په کور دننه د ماليې ورکولو او راټولو دود نور هم پياوړى شي، نو لرې به نه وي چې دغه هيواد په ځانته سر د دې جوگه شي چې د خپلې لگښتي بودجې تر څنگ د پرمختيايي بودجې غوښنه برخه هم پخپل مټ پوره کړي.

ورته مطالب