افغانستان له کوکنارو ۱۵ زره هېکتاره ځمکه پاکوي

Image caption سږ کال د تېر هغه په پرتله پر لا ډېرو ځمکو کوکنار کرل شوي دي.

افغان چارواکي وايي په یو شمېر سوېلي او لویدیځو ولایتونو کې شاوخوا ۱۵ زره هېکتاره هغه ځمکه په تراتکتورونو او یا هم سړو اړوي چې کوکنار پرې کرل شوي وي.

په دغو ولایتونو کې د کندهار، هلمند، فراه او نیمروز نومونه یاد شوي دي.

له مخدره توکو سره د مبارزې مسوول وزارت وايي د ۲۰۱۳ کال لپاره د دوی ټاکل شوی هدف د تېر کال په پرتله یو په دوه ډېر دی.

چارواکي وايي د خپلو دغو هڅو په ترڅ کې يې ډېره قرباني ورکړې او په تېرو څو میاشتو کې يې ۲۴ پولیس او اووه سرتېري د کوکنارو د پاکولو سره په تړاو تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

وژل شوي کسان یا په ماینونو ختلي او یا هم د چارواکو په وینا د هغو وسله والو حکومت مخالفو له خوا ويشتل شوي چې د کوکنارو د کرکیلې ساتنه او پالنه کوي.

په ۲۰۱۲ کال کې د چارواکو په وینا شاوخوا ۱۰ زره هېکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې وه.

سږ کال د تېر هغه په پرتله پر لا ډېرو ځمکو کوکنار کرل شوي دي.

که افغان چارواکي د ټاکل شوي هدف په ترلاسه کولو بریالي هم شي نو لویه برخه به لا هم پاتې وي.

افغانستان د ټولې نړۍ ۹۰٪ اپیم تولیدوي.

تېر کال ملګرو ملتونو ویل چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله په سلو کې ۱۸ ډېره شوې وه.

د ملګرو ملتونو په وینا وسله وال طالبان د کوکنار په کرکیله له بوختو بزګرانو مالیه اخلي او پر دغو پيسو خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په وروستي کال په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله منع کړه.

خو د طالبانو د رژیم له نسکورېدا وروسته بېرته په افغانستان کې د کوکنارو کرل ډېر شول.

ځینې رپوټونه ښيي چې هغو ولایتونو کې هم یو وار بیا کوکنار کرل شوي چې په تېرو څو کلونو کې ترې پاک اعلان شوي وو.

ځمکه

ورته مطالب