افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو سرتېري ټپي شوي

Image caption اسټرالیا په افغانستان کې نژدې ۱۵۵۰ پوځيان لري.

د استرالیا د دفاع وزارت وايي د ځانګړو ځواکونو سرتېري يې د افغانستان د هلمند په ولایت کې ټپي شوي دي.

استراليايي چارواکي وايي د دوی د ځانګړو ځواکونو له ډلې دوه کسه د هلمند په ولایت کې د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۳۱) د ماین د چاودنې له امله خوږ شول.

په دغه برید کې یو بل بهرنی سرتېری او د افغانستان د ملي پوځ دوه عسکر هم ټپیان شول.

د بل بهرني سرتېري د هېواد نوم لا نه دی اخیستل شوی.

په ټپیانو کې ځینې نژدې درمل ځای ته په چورلکو کې رسول شوي او درې کسه د استرالیايي ځواکونو مرکز ته چې د ارزګان ولایت په ترین کوټ کې دی، لېږدول شوي دي.

د استرالیا د دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې وايي د دوی د ځواکونو ګزمې په سیمه کې درې نور ماینونونه ونیول او ویجاړ یې کړل.

استرالیا د روان میلادي کال په پای کې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

د دوی د ځواکونو اصلي مرکز په ارزګان کې دی.

خو د استرالیا ځانګړي ځواکونه بیا په نورو سیمو کې هم فعاله دي.

اسټرالیا په افغانستان کې نژدې ۱۵۵۰ پوځيان لري، چې ډېری یې په اروزګان ولایت کې مېشت دي.

ورته مطالب