له کندهاره د مېوې صادرات ډېر شوي

Image caption په تېر کال کې له کندهار څخه نژدې ۶۶ زره ټنه بېلا بېل توکي صادر شوي چې څه باندې ۶۳ میلیونه ډالره ارزښت يې لاره.

د افغانستان د کندهار د سوداګرۍ خونو چارواکي وايي د دوی له ولايت څخه په تېر لمریز کال کې د ٦٣ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهرنيو هېوادونو ته صادره شوې چې د وړم کال په پرتله دوه برابره زياتوالى ښيي.

په تېر کال کې له کندهار څخه نژدې ۶۶ زره ټنه بېلا بېل توکي صادر شوي چې څه باندې ۶۳ میلیونه ډالره ارزښت يې لاره.

د چارواکو په وینا د ١٣٩٠ کال په پرتله په ١٣٩١ کال کې له کندهار څخه د صادراتو کچه يو په دوه لوړه شوې چې د دې ځاى د سوداګرو او کروندګرو لپاره لويه لاسته راوړنه ده.

په صادر شوو توکو کې وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، حبوبات او يوه اندازه د روخام ډبره شامله ده چې د دغو توکو ډېره برخه د پاکستان تر څنګ هندوستان او عربي متحده اماراتو ته صادره شوې ده.

د سوداګرۍ د خونې یوه چارواکي رسنیو ته وویل: "له کندهار څخه ٢٤٩٩٧ ټنه وچه مېوه، ١٣١١٩ ټنه تازه مېوه، ٤٧٤٠ ټنه طبي نباتات، ١٣٣٤١ ټنه حبوبات او ٤٩٩ ټنه د روخام ډبره بهر ته صادر شوي دي."

په وچه مېوه کې ممیز، اینځر او کشته، په تازه مېوه کې انګور، انار، خټکي او نور، په طبي بوټو کې شيرين بويه، خوږه ولې، توره او سپينه زيره، خاکشير او په حبوباتو کې تور او شنه ماش شامل دي.

د چارواکو په وینا د صادراتو د ډېرېدو لامل د توکو معياري بسته بندي یا تړل وو چې په بهر کې ډېر خوښ کړل شوه او غوښتنه يې زياته وه.

د دغو توکو ډېره لږه برخه د هوا له لارې صادر شوي او د ځمکې له لارې بيا ډېر توکي نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

د صادراتو په برخه کې د کندهاري سوداګرو په وینا تر ټولو لويه ستونزه د هوايي ترانسپورټ نشتوالی دی چې په دې اړه يې په وار وار له بېلا بېلو سرچينو او مقاماتو سره خبرې کړي، خو کومه مثبته پايله يې نه ده درلودلې.

بهرنۍ نړۍ ته د کندهار د سوداګرو لپاره د ځمکې یوازینۍ لار د پاکستان ده.

دوی وايي په ځانګړې توګه لنده مېوه او انګور لېرې ځايونو ته نه شي لېږلاى.

کندهار کې سوړ ساتنځاى نشته، يخچالي موټرونه هم نشته چې تازه مېوه تر خپل ادرس پورې په بيړه ورسوي.

د کندهار سوداګر وايي، د دغه ولايت وچه او تازه مېوه د اسيا تر څنګ د اروپا او امريکا په بازارونو کې ښه نوم لري، خو ستونزه دا ده، چې هغوى هغه اسانتياوې نه لري، چې له مخې يې دغه توکي بهر ته صادر کړي.

د سوداګرۍ خونو مسوولين او سوداګر غوښتنه کوي، چې د هغوى د صادراتو لپاره دې د هوايي ترانسپورټ لارې چارې چمتو کړل شي.

ورته مطالب