افغان حکومت د ملي پوځ په اړه د بریتانوۍ ورځپاڼې رپوټ رد کړ

Image caption انډیپنډنټ ورځپاڼې کښلي وو چې هره مياشت شاوخوا پنځه زره سرتېري له ا فغان پوځه تښتي

د افغانستان دفاع وزارت وايي بريتانوۍ ورځپاڼې انډيپنډنټ چې د دغه هېواد له ملي پوځه د سرتېرو د تېښتې په اړه کوم راپور خپور کړى دى په بشپړ ډول بې بنسټه دى.

يادې شوې ورځپاڼې د تېرې يکشنبې په گڼه کې کښلي وو چې هره مياشت شاوخوا پنځه زره سرتېري له ا فغان پوځه تښتي يا خپلې دندې پرېږدي چې د ورځپاڼې په وينا دا چاره به په راتلونکي کې د دغه هېواد د ملي اردو اغيزمنتيا له گواښ سره مخ کړي.

همدا راز د بريتانيا دفاع وزارت هم خبردارى ورکړى چې د سرتېرو دغه تېښته به په راتلونکي کې د افغان پوځ وړتياوې له گواښ سره مخامخې کړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چې د سرتېرو د تيښتې ورکړل شوې شمېرې په بشپړ ډول ناسمې دي.

د نوموړي په وينا په دې کې هغه سرتېري هم شمېرل شوي چې ترخيص شوي، وژل شوي او يا د بيلو لاملونو له کبله په رخصتۍ تللي دي.

بريتانوۍ ورځپاڼې انډيپينډنټ دا هم ليکلي چې له هرو لسو تنو نويو سرتېرو نه درې تنه يې د مخالفانو له خوا نيول کېږي، وژل کېږي او ياهم له دندې شړل کېږي.

ورځپاڼې د سرتيرو د گمارنې بڼه هم ناکامه بللې او ويلي يې دي چې دا تشه به په دغه هېواد کې ميشت سوله ساتي ځواکونه ايساف له ستونزو سره لاس او گريوان کړي.

دغې لويديځوالې ورځپاڼې ويلي چې دا مهال د افغانستان د ملي پوځ د سرتېرو شمير ١٧٥ زرو کسانو ته رسېږي او په وينا يې دا شمېر تر هغې کچې ١٢ زره کسه کم دى چې نړيوالې ټولنې پرې هوکړه کړې ده.

خو د افغانستان دفاع وزارت بيا د سرتيرو د گمارنې بهير ستايي او د ملي پوځ د سرتېرو شمېرهم ١٩٥ زره کسه ښيي.

وزارت وايي چې تر اويا سلنې پورې سرتيرو تيرکال له پوځ سره خپل قراردادونه له سره نوي کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت سربيره پر دې دا هم وايي چې د دغه هېواد ٧٦ سلنه خاوره د دوى تر ولکې لاندې ده، او ځواکونه يې ۸۰ سلنه عمليات هم خپله تر سره کوي.

ورته مطالب