"پاکستان دې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يو اړخيز فعاليتونه ودروي"

Image caption جاوېد لودين دغه راز له پاکستانه غوښتي چې پر کونړ د پوځي بريدونو لړۍ هم بې ځنډه پايته ورسوي.

کابل په ټينگه له اسلام آباد نه غوښتي چې د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د هغه څه مخه ونيسي چې يو اړخيزې کړنې بلل شوي دي.

د افغاسنتان د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه غوښتنه نن دوشنبه د اپریل اوله د مرستيال وزير جاوېد لودين له خوا په کابل کې د پاکستان سفير محمد صادق ته ورسول شوه.

ښاغلي لودين په دغه کتنه کې يادونه کړې چې د پاکستان پوځ د ننگرهار گوشتې ولسوالۍ ته څېرمه د تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړى چې په هېڅ ډول د افغانستان لپاره د منلو وړ نه دي.

د بهرينو چارو وزارت يه يوه وينا کې د تاسيساتو دغه ډول جوړېدنه، لمسوونکى او د نړيوالو معيارونو خلاف عمل بللى او د چټکې درېدنې غوښتنه يې کړې ده.

جاوېد لودين دغه راز له پاکستانه غوښتي چې پر کونړ د پوځي بريدونو لړۍ هم بې ځنډه پايته ورسوي.

دا د افغانستان او پاکستان تر منځ د ناندريود ډېرېدو نوې څپه ده چې په اړه يې لا د پاکستان غبرگون نه شته.

د رپوټونو له مخې د پاکستان سفير محمد صادق ژمنه کړې، چې د افغانستان د دولت ټولې اندېښنې او غوښتنې به په پاکستان کې خپلو اړوندو چارواکو ته ورسوي.

په همدې ترڅ کې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو نوي قوماندان له پاکستاني پوځي مشرانو سره د لومړۍ کتنې پر مهال د افغانستان او سيمې پر حالاتو خبرې کړي دي.

جنرال جوزف ډانفورډ د پاکستان له لوى درستيز جنرال اشفاق کياني سره د کتنې لپاره راولپنډۍ ته ورغلى و.

د پاکستان په پوځي وينا کې راغلي چې جنرال کياني له خپل مېلمه څخه وغوښتل چې د ده په وينا د افغانستان له لورې پر پاکستان د بريدونو مخه ونيسي.

ورته مطالب