" افغانستان کې جګړه مهم پړاو ته ننوځي"

Image caption ډگر جنرال نېک کار ټر وايي بريتانيا بايد مناسب شمېر پوځيان په افغانستان کې وساتي

د برتانوي پوځ قوماندانانو خبرداری ورکړی چې د طالبانو پر وړاندې جګړه په داسې حال کې خپل مهم پړاو ته ننوځي چې له لومړيو کرښو د ناټو ځواکونو له وتلو سره افغان ځواکونه په کې اورپکۍ ضد جګړې ته تياری نيسي.

خو په افغانستان کې تر ټولو جګپوړي بريتانوي قوماندان ډګرجنرال نېک کارټر ټينګار کړی ګنې هر ډول داسې هڅه چې د کال پای کې له پلان شوي کمښت مخکې د عمل پر ډګر بريتانوي ځواکونه کموي، زيانمنوونکې پايلې به ولري.

د ګام په ګام کمښت له مخې پلان دی چې د روان ۲۰۱۳ کال له پای سره په افغانستان کې د ټولټال ۹ زره بريتانوي ځواکونو شمېر نژدې نيم کم شي.

ډگر جنرال نېک کار ټر وايي بريتانيا بايد مناسب شمېر پوځيان په افغانستان کې وساتي، چې د پوځي قوماندانانو په وينا يې د ماموريت په دې ننگونکي پړاو کې ملاتړ وکړي.

بريتانوي خبري ادارو سره د خبرو پر مهال ده پر دې ټينګار کړی په داسې حال کې چې افغان امنيتي ځواکونو ته مسئوليتونه سپارل کېږي او نړيوال ځواکونه پړاو په پړاو په شا کېږي د افغانانو باور رامنځ ته کول او ساتل اوس هم ډېر مهم کار دی. خو د دې کار توازن ساتل ستونزمن ثابتېږي.

جنرال کارټر چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو مرستيال قوماندان دى وايي غواړي خپله افغانان د روان کال د اوړي جگړيز موسم مسئوليت په خپله پر غاړه واخلي. خو زياتوي "موږ يعنې نړيوال بايد د جگړې سختېدا وخت کې مرستو ته چمتو اوسو."

په داسې حال کې چې بريتانيا د روان کال تر پايه له افغانستان نه د ۳۰۰۰ پوځيانو ايستلو ته چمتو والى نيسي د چټک غبرگون ځواکونه به يې تل د تيارسۍ په حالت کې وي.

له ۲۰۱۳ کال وروسته به بريتانيا څه د پاسه ۵۰۰۰ پوځيان په افغانستان کې ولري.

په افغانستان کې پوځي قوماندانان غواړي داخبره روښانه کړي چې تر ۲۰۱۵ کال پورې چې کله هلته جگړيز عمليات بشپړېږي لا هم کار په مخ کې پاتې دى.

Image caption د افغانستان له ۲۶ لواگانو څخه يوازې ۵ يې د ناټو له مرستې پرته بشپړ فعاليت کولى شي

د افغانستان له ۲۶ لواگانو څخه يوازې ۵ يې د ناټو له مرستې پرته بشپړ فعاليت کولى شي، ۱۶ نورې يې دغه پړاو ته د نژدې کېدو په حال کې دي او ۵ نورې لوا گانې د پام وړ مرستو ته اړتيا لري.

جنرال کارټر ومنله چې افغان ځواکونه ډېر ځاني تاوان ګالي چې د تېرکال په ۶ مياشتو کې يې ۱۱۰۰ غړي وژل شوي دي.

ده وويل د مرګژوبلې لوى شمېر دا ښيي چې څه ډول ننگونې لا تر اوسه د افغانانو ترمخ دي.

ده خبردارى ورکړ که د مرګژوبلې شمېر راکم نه شي دا به باور او اعتماد ته لوى تاوان ورسوي.

ورته مطالب