افغانستان کې نوي هوايي ډګرونه جوړېږي

Image caption افغانستان په ټوله کې تر لسو ډېر هوايي ډګرونه لري.

د افغانستان ځینې ولایتونه هېڅ هوايي ډګرونه نه لري او یوشمېر هغه يي چې لري، بیا په بشپړو معیارونو برابر نه دي، نو له همدې کبله خلک تر ډېره هوايي سفرونو ته زړه نه ښه کوي.

خو اوس د افغانستان د هوايي چلند وزارت وايي، چې په ځینو نسبتاً ارامو ولایتونو کې به هوايي ډګرونه جوړ کړي، چې له مخې به يي خلکو ته ډېرې اسانتیاوې چمتو شي.

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزیر داود علي نجفي وايي، سږ کال يې په پنځو ولایتونو کې د هوايي ډګرونو د جوړولو کار پیل کړی، چې د دریو کلونو په موده کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

"د نیمروز، خوست، دایکنډي، بامیان او غزني هوايي ډګرونه دي، چې سږکال يي جوړول په پام کې لرو. بل د زابل هوايي ډګر دی، چې په پام کې لرو، جوړ يی کړو، خو اوس مهال د پي آر ټي په واک کې دی، له پي آر ټي سره خبرې کوو، که وکولای شو، یوه الوتنه هم ولرو نو ښه به وي. د یو بل نړیوال هوايي ډګر، چې موږ يي د جوړولو پلان لرو، په سقاوه دښته کې دی، چې یوه اندازه بودیجه مو هم ورته ځانګړې کړې ده. ځکه که په راتلونکي کې د کابل هوايي ډګر اړتیاو ته ځواب ونه شي ویلای نو له همدغه نړیوال هوايي ډګره به ګټه پورته کېږي."

د افغانستان د هوايي چلند وزارت وايي، بامیان او نیمروز ابتدايي هوايي ډګرونه لري، چې دوی غواړي اوس يي په معیارونو برابر کړي.

بله خوا د هوايي شرکتونو اتحادیه وايي، ځينو ولايتونو ته يې ځکه الوتنې محدودې کړې، چې د دغو ولايتونو هوايي ډګرونه په لومړني حالت کې دي.

د دغې اتحادیې یو مسوول فرید نظري وايي، یوازې د رنوې یا ځغاست ليکې په جوړېدو سره د دوی ستونزې نه هوارېږي.

د افغانستان د هوایي چلند وزارت په وینا هره ورځ له لسو تر پینځلسو ملکي الوتنې دي، چې له هغې څخه هرات، کندهار او مزار ولایتونو ته کېږي او په اونۍ کې یو پرواز هلمند، ترینکوټ، غور، میمنې، فیض آباد ته کېږي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان په ټوله کې تر لسو ډېر هوايي ډګرونه لري، چې څلوريي په نړیوالو معیارونو برابر دي، چې په کابل، هرات، مزار او کندهار کې دي.

ورته مطالب