م.م: پنځو کلونو کې به افغانستان له ماینونو پاک شي

Image caption افغانستان په ۱۹۸۹ کال کې د ماین پاکولو پروګرام پیل کړ.

افغان او نړیوال چارواکي وايي، ۷۵ سلنه افغانستان له ماینونو پاک شوی او تر راتلونکو پنځو کلونو به د دغه هېواد نورې سیمې هم له ماینونو پاکې شي.

له دې سره سره افغانستان د پرسونل ضد ماینونو د شتون له پلوه د کمبودیا تر څنګ په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای بلل کېږي.

په افغانستان کې ۲۳ کاله وړاندې د ماین پاکۍ پروګرام پیل شو. د افغان او نړیوالو چارواکو په خبره په دې موده کې ۷۵ سلنه سیمې له ماینونو پاکې شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ ادارې مشره ابیګیل هارټلی وايي، که د نړیوالې ټولنې مالي مرستې روانې پاتې شي، په پنځو کلونو کې به افغانستان له ماینونو پاک شي.

میرمن هارټلی وايي "له ۱۹۸۹ کال راهیسې، چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پیل شوی، ۲۱ زره د ماینونو سیمې او د جګړې ډګرونه له ماینونو پاک شوي. د دې کار په پایله کې دوه زره دوه سوه سیمې او یو سل او یویشت ولسوالۍ په بشپړه توګه له ماینونو پاکې شوې دي. پر دې سربېره یو اعشاریه دوه میلیونه ماینونه له منځه وړل شوي دي. په دوی کې کابو نیمايي د هوکړه لیک له لاسلیکولو وروسته د افغانستان د دفاع وزارت لخوا له منځه وړل شوي او پاتې شپږ سوه زره ماینونه د افغان ماین پاکانو د سختو هڅو په پایله کې پاک شوي دي".

د نوموړې په خبره، د ماین پاکولو پروګرام د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په کلني ډول سلو میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

که څه هم افغانستان له ماینونو سره په مبارزه کې اوږد مزل کړی، خو اوس هم ډېر خلک د ماین د چاودنو ښکار کېږي.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ بنسټونو د اجرایوي کمېټې غړي شهاب حکیمي وویل، هره میاشت له شلو تر دېرشو کسانو ژوند د ماینونو په چاودنو کې قرباني کېږي.

د افغانستان په روغتونو کې بیا د ټپیانو درملنه کېږي او هغه کسان چې خپل غړي یې له لاسه ورکړي، د سره صلیب په څېر روغتونو کې یې مصنوعي غړي ورلګول کېږي.

خو دا یوازې عادي افغانان نه دي، چې د ماینونو ښکار کېږي. هغه کسان چې له تجهیزاتو سره د ماینونو د پاکولو په موخه دغو سیمو ته ورځي، هغوی هم د دې چاودنو ښکار کېږي.

افغانستان په ۱۹۸۹ کال کې د ماین پاکولو پروګرام پیل کړ.

اوسمهال په دغه ډګر کې دولس زره افغانان په پنځو ملي او دوو نړیوالو بنسټونو کې کار کوي. افغانستان د اوټاوا د تړون غړیتوب هم لري.

د دغه تړون غړي هېوادونه دې ته ژمن دي، چې د پرسونل ضد ماینونو له تولیدولو، کارولو او ذخیره کولو به ډډه کوي.

د دغه تړون غړي همداراز ژمن دي، چې د غړیتوب په لسو کالو کې به دننه دننه خپله خاوره له ماینونو پاکوي.

د دغې ژمنې د پوره کولو لپاره د افغانستان وخت پای ته رسېدلی، خو د دغه سازمان د چارواکو په خبره، دا وخت تر راتلونکو لسو کلونو یا ۲۰۲۳ کال پورې تمدید شوی دی.

د ماین پاکۍ پروګرام په داسې وخت کې تر اوسه روان دی، چې په افغانستان لا هم جګړه دوام لري او په دغه جګړه کې ماینونه اوس هم کارول کېږي، چې پر ښکېلو غاړو سربېره په کې ډېری ولسي وګړي قرباني کېږي.

ورته مطالب