" د ناټو وتل به اوسنى افغان اقتصاد زيانمن کړي "

Image caption اشرف غني احمدزي امينت د اقتصاد د پياوتيا لپاره اړين وبالۀ.

د افغانستان د امنيتي لېږد د بهير مشر او افغان اقتصاد پوه ډاکټر اشرف غني احمدزي ويلي دي چې د لوى اقتصادي لوبغاړي ناټو وتل، د نړيوال اقتصادي کړکېچ غځېدل او جرمي اقتصاد د افغانستان د راتلونکي اقتصاد په مخکې پرتې لويې ننگونې دي.

ښاغلي احمدزي وويل چې د ايساف او ناټو وتل به د دغه هيواد اوسنى اقتصاد زيانمن کړي او نړيوال اقتصادي کړکېچ به پر هغو ژمنو اغيز وکړي، چې نړيوالې ټولنې د بدلون د لسيزې لپاره افغانستان سره کړې دي.

خو وايي د افغانستان اقتصادي موقيعت او د چين او هند د اقتصادونو پياوړتيا دغه هېواد ته هيله بښونکي دي.

اشرف غني احمدزي دا خبرې هغې غونډې ته کولې چې د امريکا له فل برايټ سکالر شيپ نه راستنو شويو لسگونو برياليو محصلانو په کې برخه اخیستې وه .

اشرف غني احمدزي خپله وينا د افغانستان د راتلونکي په اړه له هيله بښونکو خبرو پيل کړه، هغه وويل چې له ٢٠٠ کلونو راهيسې د افغانستان جرافيايي ځاى ځايگى د دغه هېواد د وگړو په زيان و، خو وايي دا چې اوس اسيا د مفکورې د تگلوري پر ځاى پر اقتصادي تگلوري يون پيل کړى، نو افغانستان به يې هم په راتلونکو شلو کلونو کې له اقتصادي گټو پوره برخمن شي.

همدا راز ښاغلي احمدزي په کابل کې د امريکا د فل برايټ سکالر شيپ برياليو محصلانو ته وويل چې د نړيوال اقليم په بدلون سره د افغانستان د هغو پريمانه اوبو ارزښت هم مخ په ډېرېدو دى چې په وينا يې اوس يې ٧٥ سلنه په وړيا بيه گاونډيو هيوادونو ته روانې دي. نوموړي خو ان تر دې هيله وښووله چې ښايي په راتلونکي کې د يوۀ بيرل اوبو بيه د يوۀ بيرل تيلو له بيې سره برابره شي. هغه د افغانستان کانونه هم د راتلونکي لپاره گټور وبلل، سربېره پر دې يې وويل چې افغانستان اوسمهال له٢٠ ميلياردو تر ۴۰ ميلياردو ډالرو پيسې لري چې حساب پرې کيداى شي.

خو اوسمهال يې د ناټو وتل، روان نړيوال اقتصادي کړکېچ، او د نشيي توکيو جرمي اقتصاد د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا په مخ کې سترې ننگونې وبللې.

" په تېرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې لوى اقتصادي لوبغاړى ناټو او ايساف و، چې هر لس زره کسان له دې ځايه وځي، اقتصادي پايلې يې د بحث وړ دي، بله دا چې نړيوال مالي او اقتصادي کړکېچ اوس هم پر ځاى دى نو پر دې بنسټ نړيوالې ټولنې چې د بدلون د لسيزې لپاره کومې مرستې اعلان کړې، ټولې د نړيوال اقتصاد تر اغېز لاندې راځي، سربېره پر دې نړيوال جرمي اقتصاد په کال کې ١٧٠٠ ميلياردو ډالرو ته رسېږي، يواځې په لومړيو نهو کلونو کې نړيوالې مافيا د افغانستان له هيروينو له ٤٢٠ ميلياردو نه تر ٤٦٠ ميلياردو ډالرو پورې گټه پورته کړې ده او جرمي اقتصاد پر رسمي او نيمه رسمي اقتصاد خورا ډېر اغيز لري."

هیلله مندي

خو ښاغلي احمدزي هيله وښووله چې ښايي چين او هند په راتلونکو لسو کلونو کې د نړيوال اقتصاد ٤٠ سلنه جوړه کړي،چې په وينا يې په دې سره به د اروپا ،امريکا او اسيا تر منځ اقتصادي انډول بدلون ومومي، چې افغانستان به يې هم له گټوره اغيزه برخمن شي.

همدا راز ښاغلي احمدزي وويل دا چې افغانستان په وچه کې گير دى نو له ټرانزيټ او سيمه ییزې همکارۍ پرته يې اقتصادى غوړېدنگ يو څه ستونزمن بريښي.

نوموړي دا هم وويل چې افغانستان د بنسټيزو پروژو په برخه کې کومه پانگونه کړې بايد د ژغورولو لپاره يې تگلاره جوړه شي. د نوموړي په خبره په تېرو لسو کلونو کې چې کومې بنسيټېزې پروژې پلې شوې دي وايي په راتلونکو پنځو کلونو کې بېرته له منځه تلونکي دي.

اشرف غني احمدزي امينت هم د اقتصاد د پياوتيا لپاره اړين وبالۀ ځکه چې په وينا يې په امنيت سره به پېسې په پانگه بدلې شي نوموړي. وويل پېسې چې توليد ولري او په حرکت کې وي نو اقتصادي پانگه بلل کېږي، خو وايي اوسمهال پيسه لرونکي پانگونې ته نه دي چمتو.

ورته مطالب