د افغان پولیسو ځانګړی ځواک جوړ شوی

Image caption د پولیسو دغه ځانګړي ځواکونه دافغانستان د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د افغانستان دولت وايي، د ځانمرګو بریدونو دمخنیوي لپاره یې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د پولیسو ځانګړي ځواکونه جوړکړي دي.

د پولیسو دغه ځانګړي ځواګونه اوسمهال د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې فعالیت کوي او ټاکل شوې په روان لمریز کال کې د خپل فعالیت ساحه ۲۵ ولایتونو ته وغځوي.

د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د پولیسو دغه زرګونه سرتېري په ځانګړي ډول روزل شوي او په وسلو هم سمبال دي. دوی د ځانمرګو بریدونو د مخنیوي تر څنګ د سمبال شویو جرایمو او مخدره توکو د قاچاقونکو پرضد هم عملیات کوي.

د دغو ځانګړو ځواکونو ماموریت له دې امله په رسنیو کې نه په ډاګه کېږي، چې پوځي عملیات یې خورا حساس او مهم ګڼل کېږي.

دا د افغانستان د پولیسو هغه ځانګړي سرتېري دي، چې خپله افغان چارواکي او ډېری ولسي وګړي یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، په هېواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره یو پياوړی ځواک ګڼي.

په افغانستان د پولیسو دځانګړو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سید احمد روشندل تمه ښيي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به دغه ځواکونه د هغو خاصو عملیاتو ځای ونیسي، چې بهرني ځواکونه یې اوس په افغانستان کې کوي

" که خدای کول او د خلکو مرسته راسره وو، له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې ایساف ځواکونه له افغانستانه ووځي، همدغه ځانګړي سرتېري به د ایساف د خاصو عملیاتو ځای ډکوي او هغه عملیات به دوی خپله کوي"

دغه ځواکونه، چې شمېر یې اوسمهال زرګونو سرتېرو ته رسېږي، د افغانستان په نژدې ۲۰ ولایتونو کې فعالیت کوي خو په روان لمریزي کال کې به د دغو سرتېرو د فعالیت ساحه د افغانستان ۲۵ ولایتونو ته وغځيږي.

د پولیسو د دغو ځانګړو ځواکونو یوه قطعه په جنوبي ولایت هلمند، دویمه یې په لوګر او درېیمه هغه یې په پلازمېنه کابل کې پرته ده.

د ځانګړو پولیسو ۳۳۳ قطعې مشر، میر احمد عظیمي، چې د لندن په شاهي پوهنتون کې یې پوځي زده کړې کړي، وايي د دغو ځواکونو یونیفورم (کالي) د نور ټولو پولیسو له یونیفورم سره توپیر لري.

دغه ځواکونه، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دترهګرۍ، مخدره توکو د قاچاقونکو او د سمبال شویو جرایمو پر وړ اندې پوځي عملیات کوي، په ځانګړو ډول روزل شوي دي او د قومندانانو په ګډون یې ټول سرتېري ځوانان دي.

که څه هم دغه ځواکونه په ټول افغانستان کې د ځانګړو پوځي عملیاتو اجازه لري خو د کار ډېره برخه یې په پلازمېنه کابل کې د سمبال شویو وسله والو او ځانمرګر بریدونو مهار کول دي.

د پولیسو دغو ځانګړو ځواکونو تېرمیلادې کال او تر هغې مخکې په کابل کې د ټولو هغو ډله ییزو بریدونو په مهار کولو کې پراخه ونډه لرله، چې په همغږي ډول د وسله والو او ځانمرګو بریدګرو له خوا ترسره شوي وو.

په دغو ځواکونو کې مې له داسې یوه سرتېري سره خبرې وکړې، چې تېر کال یې د پلازمېنې کابل په عبدالحق څلور لاري کې د هغه ډله ییز ځانمرګي برید په مهار کولو کې برخه اخیستې وه، چې یوې لوړ پوړې ودانۍ ته ختلي وو.

"شپږم پوړ ته وختلو، مخامخ مو ځانمرګي بریدګر لیدل، چې پر موږ یې ډزې کولې. له ټولو سره وسلې او لاسي بمونه ول. خو زموږ تمرینات دومره پياوړي دي، چې د دغه ډول بریدونه مخه نیولی شو."

دغه ځواکونه، چې د بهرنیو ځواکونو په څېر یونفورم لري، تر ډېره خلک پرې د بهرنیانو سرتېرو ګومان کوي.

ښځینه پولیس

د دغو سرتېرو یوه ښځینه پولیسه په خوست کې د داسې عملیاتو کېسه کوي، چې د تالاشۍ پر مهال د کورغړو پرې هېڅ د افغانې ګومان نه وه کړی.

" په خوست کې عملیاتو ته تللي وو. هلته یو کور ته د تلاشۍ لپاره ننوتو. دغلته پخوا د عملیاتو لپاره بهرنیان تلل، نو چې کله موږ تالاشي پیل کړه، هغوی پر موږ د بهرنیانو ګومان وکړ. خو کله مې چې خبرې ورسره وکړې او ورته ومې ویل چې زه افغانه یم او ستاسې امنیت لپاره راغلې یم، نو هغه ښځه ډېره خوشاله شوه، زه یې په غېږ کې ونیولم او ویې ویل په دې خوشاله یم، چې افغانه زما د تلاشۍ لپاره راځي"

د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د دغو ځانګړو پولیسو د وړتیا وو او روزنې په اړه نور عادي پولیس هم بل ډول فکر لري.

د کابل د امنیې قومندان مرستیال محمد داوود امین، چې خپله یې له دغو ځواکونو سره په عملیاتو کې ډیر ځلې برخه هم اخیستې، وايي د ځانګړو پولیسو چټګ غبرګون او پیاوړی مورال په نورو پولیسو کې نه لیدل کېږي.

"ډېر ځلې له دغو ځواکوانو سره یوځای په عملیاتو کې برخه لرم. د دوی مورال، د دوی مسلکیتوب او د دوی چټک غبرګون، چې په ما په عملیاتو کې لیدلی، په رښتیا د ویاړ وړ دي"

د پولیسو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال روشندل، دغه ځواکونه د افغانستان نوم ورکي اتلان ګڼي. دی یې دلیل دا راوړي، چې د دوی کړنې او لاسته راوړنې په رسنیو کې نه خپرېږي او هڅه کېږي، ټول فعالیتونه یې خوندي او پټ وساتل شي.

"د پولیسو ځانګړې قوه، د افغانستان نومورکي اتلان دي، ځکه دوی داسې کارونه کوي چې بل څوک یې نه شي کولای او ټول کارونه یې د پردې تر شاه دي او په رسنیو کې نه په ډاګه کېږي"

د پولیسو دغه ځانګړي ځواکونه دافغانستان د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او د مخدره توکو، سمبال شویو جرایمو او ترهګرۍ پرضد ځانګړي پوځي عملیات کوي او تر ډیره د دوی عملیات بریالي بلل شوي دي.

ورته مطالب