" هلمند ته له ایران او پاکستانه طالبان راغلي"

Image caption کجکي د هلمند په شمال کې پرته يوه داسې ولسوالي ده چې حکومت او وسله وال مخالفان دواړه پرې د ولکې ټينگولو هڅه کوي.

په داسې حال کې چې د هلمند د کجکي ولسوالۍ په امنو سيمو کې ۵۰ سلنه کوکنار کرل شوي او بل پلو حکومت د کجکي بند د بيارغاونې تابيا نيسي، چارواکي وايي چې له ايران او پاکستانه راغلي ۳۰۰ بهرني طالبان له سیمه ییزو طالبانو سره د کوکنارو څخه د اپينو د تر لاسه کولو او د رغنيزو چارو د مخ نيوي په موخه ټول شوي دي.

د کجکي ولسوال ويلي که حکومت په دغه ولسوالۍ کې د پوليسو شمېر ډير نه کړي ستونزمنه ده چې د دغو وسله والو مخالفانو بشپړ مخنيوى وشي.

کجکي د هلمند په شمال کې پرته يوه داسې ولسوالي ده چې حکومت او وسله وال مخالفان دواړه پرې د ولکې ټينگولو هڅه کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي څه موده مخکې هلمند ته د کړي سفر په ترڅ کې د امريکا پر متحدو ايالتونو غږ وکړ که د امنيتي تړون د لاسليکولو په برخه کې د هلمنديانو ملاتړ خپلوي د کجکي برېښنا کوټ دې جوړ کړي او که نه يې جوړوي نو په وينا يې افغان حکومت به يې خپله جوړ کړي.

دغه بريښنا کوټ ته دريم بريښنا زېږدى يانې توربين لا له مخکې څخه لېږدول شوى خو لگول شوى نه دى.

حکومتي چارواکي خپل مخالف وسلوال تورنوي چې گواکې د دغه راز پروژو مخه نيول غواړي. د کجکي ولسوال عبد الرازق مظلوميار وايي چې اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې له ايران او پاکستان څخه راغلي شاوخوا ۳۰۰ بهرني او گڼ شمېر سيمه یيز طالبان ورټول شوي دي.

" دلته وزيرستانيان شته، هغه طالبان شته چې ايران روزلي او وسلې ورکوي، د غور طالبان شته د روزگان طالبان چې له هغه ولايته راتښتېدلي هغوى شته، د دايکنډي شته همدا راز د نوزاد د موسى کلا او باغران ولسواليو طالبان هم دلته وجود لري."

خو وسلوالو طالبانو په دې وروستيو کې بي بي سي ته ويلي وو، که سيمه یيز خلک له وسله والو طالبانو سره همغږي ولري او بهرنيان په کې ښکېل نه وي، نو دوى د بنسټيزو پروژو په لاره کې ديوال جوړيدل نه غواړي.

خو بل پلو يو شمېر کارپوهان د وسله والو طالبانو دې ژمنې ته د شک په سترگه گوري او بېلگه په هرات کې د سلما بند راوړي، چې د افغان امنيتي چارواکو په وينا وسله والو مخالفانو يې د ړنگولو په موخه زرگونه کيلو گرامه چاوديدونکي توکي ورلېږدولي وو.

بله غاړه راپورونه وايي نا امنې څه چې ان د کجکي په امنو سيمو کې هم ۵۰ سلنه کوکنار کرل شوي دي.

حکومتي چارواکي وايي چې د کوکنارو په کر او پروسس کې د وسلوالو طالبانو ښکېلتيا تر ډېره د هغوى د جگړې لگښتونه پوره کوي.

هلمند د افغانستان د نشيي بوټو د کر په برخه کې تر ټولو ولايتونو مخکې دى، چې اوس يې له کوکنارو دا پينو اخیستو وخت رارسيدلى دى.

افغان اقتصاد پوه او د افغان ولسمشر سلاکار اشرف غني احمدزي وړمه ورځ د نشيي توکي جرمي اقتصاد د افغانستان د رسمي او نيمه رسمي اقتصاد پر وړاندې يوه ستره ننگونه وبلله.

ورته مطالب