د تریاکو ټولولو ته پاکستانیان راغلي

Image caption د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې نړیواله ټولنه او افغان حکومت یو پربل تورونه لګوي، افغان چارواکي وایي چې نړیواله ټولنه پر وخت مرسته نه کوي.

د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د کوکنارو د فصل رسېدو او تریاکو راټولولو سره سم، هر ورځ سلګونه ځوانان له ګاونډي پاکستان او یوشمېر نورو سیمو دغو ولایتونو ته د نېښ وهلو (تریاک) ټولو لپاره راځي.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، هغه نیښګر چې له یوه ولایت نه نورو ولایتونوته ځي، دوی د ورتګ مخه ځکه نه نیسي چې د مرکز له خوا ورته امر نه دی شوی.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې افغان چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې په یو شمېر سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې به شاوخوا ۱۵ زره هېکتاره هغه ځمکه په تراتکتورونو او یا هم سړو واړوي چې کوکنار پرې کرل شوي وي.

د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې یوازې اونۍ وړاندې د کوکنارو نيښ وهل پیل شوي چې ورسره سم د کندهار، هرات د ګاډو په اډه کې سلګونو ځوانان غواړې د نيښګرو له کاروان سره یوځای او له ګټې نه ډک سفر پیل کړي.

د کاري فرصتونو نشتوالی، بې کاري او کمزوری اقتصاد هغه څه دي چې نیښ ته تلونکي ځوانان یې د خپلو مجبوریتونو په سر کې یادوي.

۳۸ کلن عبدالغني چې نیښ ته روان دی وایي: "نیستۍ اخیستي یو، هېڅ هم نه لرو، په دې عمر د کوکنارو نیښ ته تلل له مجبوریته نه کېږي".

نیښ ته تلونکي ځوانان وایي، چې په نیښ وهلو کې زیاتې پیسې شته، د کندهار ښار اوسېدونکی نیاز محمد وایي:

" که یو نیښ ووهو ۴۰۰۰۰ او که دوه نيښ ووهو ۶۰ - ۷۰ زره ګټل کیږې دا یوازې یوه میاشت کې".

تېرکال د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان ۹۰ سلنه کوکنار ددغه هېواد په څلورو ولایتونو کندهار، هلمند، نیمروز او فراه کې کرل شوي وو.

نارسمي راپورونه ښيي چې هره ورځ د کوکنارو د نیښ وهلو لپاره شاوخوا ۲۰۰۰ کسان له نورو سیمو سوېلي ولایت هلمند او د کندهار ځینو سیمو ته ځي.

خو د کندهار، هلمند پر لویه لار د سپرلیو د ګاډو چلوونکي وایي له څو ورځو راهیسې پولیس پردغه لار تلونکي کسان او نیښ ګر راګرځوي او هغوی اړباسي چې د کوکنارو کروندې واړوي.

د کندهار سیمه ییز چارواکي مني چې یوشمېر کسان یې د کندهار، هلمند پر لویه لار راګرځولي، خو زیاتوي چې هغوی مشکوک کسان وو، چې له پوښتونو وروسته بېرته خوشي شوي.

ددغه ولایت د والي ویاند جاوید فیصل وایي، سیمه ییزه اداره دنده لري، چې یوازې په کندهار کې د کرل شویو کوکنارو کروندې واړوي او بس:

Image caption د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې افغان چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې په یو شمېر سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې به شاوخوا ۱۵ زره هېکتاره هغه ځمکه په تراتکتورونو او یا هم سړو واړوي چې کوکنار پرې کرل شوي وي.

"تر دې دمه کوم رسمي مکتوب کندهار ولایت ته نه دی رالېږل شوی، چې په هغه کې دې د نیښګرو د مخنیوي امر شوی وي، او بل دا چې د نیښګرو او عادي وګړو تشخیص ورکول ګرانه خبره ده".

د فیصل د معلوماتو له مخې،‎ د کندهار سیمه ییزې ادارې د یوې اونۍ په ترڅ کې څه باندې ۴۰۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې او ورکړل شوی هدف ۲۰۰۰ هکټاره دی.

د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې نړیواله ټولنه او افغان حکومت یو پربل تورونه لګوي، افغان چارواکي وایي چې نړیواله ټولنه پر وخت مرسته نه کوي.

خو نړیواله ټولنه بیا د افغان حکومت کړنې په دې برخه کې کمزورې بولي او وایي چې په ريښتینې توګه همکاري نه کوي.

ورته مطالب