د زابل والي له ځانمرګي بریده روغ رمټ ووت

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز کلات ښار کې د والي پر کاروان ځانمرګی برید شوی، چې والي ترې روغ رمټ ووت خو درې ساتونکي یې ټپیان شول.

د زابل سیمه ییز چارواکي وایي چې نن (شنبه/اپریل ۶) سهار ددغه ولایت والي محمد اشراف ناصري له یوه ځانوژونکي بریده روغ رمټ ووت، خو درې ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د والي ویاند شریف الله ناصري وایي چې دغه برید په مرکز کلات کې رامنځ ته شوی.

دی وايي، په سیمه کې یوه بله چاودنه هم وشوه، چې په وینا یې یو یې موتربم او بل ځانمرګی برید و.

ښاغلی ناصري وایي، چې په دغه غبرګو چاودونو کې والي ته زیان نه دی رسېدلی، خو د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي.

ددغه ولایت د پولیسو مشر مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وایي چې په دې پېښه کې د زابل د روغتون یو ډاکټر وژل شوی دی.

عیني شاهدان وایي چې له والي سره یوشمېر بهرني مېلمانه هم ملګري وو، چې د مرکز کلات د ملکي روغتون مخې ته پرې چاودنه وشوه.

راپورونه ښيي، چاودنې دومره زوروې وې چې په لرې سیمو کې یې غږ اورېدل شوی او د ګڼو ودانیو او هټیو ښېښې یې ماتې کړې دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه ددغو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې د تېرې چارشنبې پر ورځ، په فراه ولایت کې ځانمرګي برید تر پنځوسو ډېر کسان ووژل.

دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو ډېر خونړی برید و.

ورته مطالب