ډیلي او کابل د صادراتو پر ډېرولو خبرې پیل کړې

Image caption د سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي وايي هند د افغانستان د تولیداتو لپاره تر ټولو ستر مارکېټ دی.

له هند څخه یو پلاوی کابل ته راغلی چې له افغان چارواکو او سوداګرو سره هند ته د افغانستان د صادراتو د زیاتولو په اړه مشوره وکړي.

هند چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري په بېلا بېلو کې برخو کې د افغانستان د تولیداتو لپاره یو ښه مارکېټ بلل کېږي.

تېر کال هند له افغانستان څخه په واردېدونکو توکو ګمرکي محصول نژدې صفر ته راټیټ کړ، خو افغان سوداګرو له دې اسانتیا سمه ګټه پورته نه کړای شوه.

اوس د هند د سوداګرۍ وزارت څو تنه مسؤولین او کار پوهان کابل ته راغلي چې خپلې تجربې له افغان لوري سره شریکې کړي.

د سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي وايي هند د افغانستان د تولیداتو لپاره تر ټولو ستر مارکېټ دی.

ښاغلي احدي زیاته کړه چې افغانستان د هندوستان مارکېټ ته لاسرسۍ لري، او دا چې د ده په وینا د هندوستان مارکېټ فوق العاده یو ستر مارکېټ دی نو په هره پېمانه د افغانستان د صادراتو د جذب وړ تیا لري.

همدا اوس د افغانستان له شپېته سلنې زیات تولیدات هند ته صادرېږي، چې زیاته برخه یې کرنیز محصولات دي.

په افغانستان کې د هند سفیر ګاتم اکوپیدیا وايي هېواد یې غواړي افغانستان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.

ښاغلي اکوپیدیا چې د افغان چارواکو ، سوداګرو او هندي چارواکو او کارپوهانو ګډې غونډې ته یې وینا کوله وویل :"د دې غونډې هدف هند ته د افغانستان د صادراتو زیاتول دي. هند داسې یو هېواد دی چې بازارونه یې کولی شي د افغانستان لپاره له اقتصادي پلوه ګټه ورسوي تر څو افغانستان په خپلو پښو ودرېږي."

چین او امریکا ته هم د افغانستان یو شمېر صادرات له ګمرکي محصول څخه معاف شوي خو هند له دې دواړو هېوادونو مخکښ و او دغه هېواد د افغانستان نژدې پر ټولو صادراتو ګمرکي محصول صفر راټیټ کړی دی.

افغانستان له هند سره د پاکستان له خاورې د واګه او د ایران له خاورې د چابهار بندر له لارې هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي.

په وروستیو کې د افغانستان په بیارغاونه کې د هند رول د پام وړ دی او له افغانستان سره یې څه باندې دوه میلیارده ډالره کمک کړی دی.

ورته مطالب