"د پاکستان نه همکاري د تړون پر وړاندې خنډ دی"

Image caption د افغان چارواکو د ادعا له مخې، پاکستان د خپلو وروستیو خوځښتونو په لړ کې د افغانستان پولې ته څېرمه په ناقانونه ډول د یو شمېر پوځي بنسټونو په جوړولو پیل کړی دی.

افغان دولت وايي د پاکستان نه همکاري له دغه هېواد سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکېدو پر وړاندې خنډ دی.

د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان عملي او ریښتینې مبارزه او د افغان سولې په برخه کې د دغه هېواد همکاري د دغه سند د لاسلیکولو لپاره د افغانستان بنسټیز شرطونه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د شرطونو له پام کې نیولو پرته به له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو سند بې مانا وي.

سره له دې چې له افغانستان سره د پاکستان له خوا د ستراتیژیکو همکاریو سند د لاسلیکولو پر غوښتنې کابو پنځه میاشتې تېرې شوې دي، خو اوس هم د دغه هوکړه لیک د لاسلیکېدو څرکونه نه ښکاري.

افغانستان په وروستیو کلونو کې له امریکا، یو شمېر سیمه ییزو او اروپايي هېوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي خو په اوسني وخت کې دې ته چمتو نه دی، چې له خپل ګاونډي هېواد پاکستان سره دغسې یو سند لاسلیک کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، له پاکستان سره د دغسې یوه سند له لاسلیکېدو دمخه دوی یو لړ څرګند شرطونه لري، چې پاکستان یې باید عملي کړي.

په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان سیاسي اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.

افغان چارواکي وايي، له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانستان سرحدي سیمې د پاکستان له خوا په توغندیو ویشتل کېږي. د دغې موضوع له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې راپورته شوې، چې اوس هم روانې دي.

خو پاکستان بیا دا خبره ردوي او پخپله ادعا کوي چې افغانستان د دغه هېواد د سرحدي سیمو په ناامنۍ کې لاس لري.

د افغان چارواکو د ادعا له مخې، پاکستان د خپلو وروستیو خوځښتونو په لړ کې د افغانستان پولې ته څېرمه په ناقانونه ډول د یو شمېر پوځي بنسټونو په جوړولو پیل کړی دی. افغان چارواکو د دغو ودانیزو چارو په چټک ډول د بندېدو غوښتنه کړې ده.

افغانستان تر اوسه پورې له امریکا، هند، استرالیا، فرانسې، ناروې، ایټالیا او انګلستان سره د ستراتېژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو وروستۍ خړپړتیا ته په کتو، په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتېژیکو همکاریو تړون د لاسلیکېدو شونتیا نه تر سترګو کېږي.

ورته مطالب