د بلخ پوهنتون محصلینې له لیلیې شکایت کوي

د بلخ پوهنتون یوه محصله (رویا موسوي)
Image caption محصلینې وايي، په یوه خونه کې شل نجونې اوسېږي.

د افغانستان په شمال کې د بلخ پوهنتون د نجونو د لیلیې (خوبځي) ځینې محصلینې شکایت لري، چې سږ کال يې د شمېر له زیاتېدو سره ستونزې ډېرې شوې دي.

دغه نجونۍ وايي، چې د لیلیې خونې په معیاري ډول برابرې نه دي، کتابتون ‎، خوړنځای او د مطالعې ځای نه لري.

دا مهال د بلخ پوهنتون په لیلیه کې شاوخوا ۳۰۰ نجونې اوسېږي، چې د افغانستان له بېلو ولایتونونه راغلې او دا مهال د بلخ پوهنتون په بېلو پوهنځیو کې په تحصیل بوختې دي.

په لیلیه کې مېشتې نجونې وايي، چې د اوسېدو خونې په ستندرد برابرې نه دي.

ددغو محصلینو له ډلې یوه د غزنې ولایت اوسېدونکې رویا موسوي ده، چې وايي په هره خونه کې يې شمېر له اندازې ډېر دی:

''موږ د لیلیې په یوه خونه کې شل کسه اوسیږو، نهه چپرکټه دي، دوه کسه د خونې په غولي پرېوځي، نوې محصلینې ډېرې راغلې ، ور پرانیزه بند يې کړه ډېر په تکلیف یو، خواړو مو وریجې، شوروا، لوبیا او کچالو چې ښه يې نه پخوي ځینې وخت پکې مچ یا کوم بل راپیدا کیږي''.

دغه رنګه دغه نجونې وايي دوی په خپله ځانته خواړه اخلي او پخوي یې.

خو د بدخشان ولایت یوه محصله مهناز موزون بیا وايي چې د دېګ وس نه لري.

آغلې موزون وايي سره له دې چې دولت دوی ته مناسب خواړه نه ورکوي، خو وايي اړې دي چې ویې خوري هغه وايي د لیلې د ګڼو نجونو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.

محصلینې وايي د بلخ موقعیت او نوم ته په کتو باید دوی ته د تحصیل مناسب چاپېرال په دغه ولایت کې برابر شي.

ویل کېږي چې د افغانستان په بېلو برخو کې د پوهنتونو او نورو تعلیمي او تحصیلي موسسو د لیلیې زده کوونکي او محصلین له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

د بلخ پوهنتون رییس مکمل الکوزی بیا وايي چې د لیلیې ستونزې د هواري هڅیې پیل کړې دي، خو زیاتوي ‎چې د نجونو اوهلکانو د لیلیې ستونزې یو ډول دي.

جذب

ښاغلی الکوزی وايي د محلصلینو د اوسېدو ځای د ستونزو یوه بله حل لاره هم شته چې په وینا یې غواړي ورته پاملرنه وشي.

نوموړی وايي د لوړو زده کړو له مسؤولینو، په ځانکړي توګه د کانکور د آزموینې د کمیټې له غړو او د محصلانو له ریاست نه غواړي هغه محصلین چې په خپل ولایت کې د لوړو زده کړو موسسې ته ځان شاملول غواړي، باید همالته جذب شي.

سره له دې چې چارواکي وايي ددغې ستونزې د هواري په لټه کې دي، خو سږکال هم سلګونه نجونې او هلکان د بلخ پوهنتون په ګډون د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پوهنتونو ته لار موندلې چې زیات شمېر یې لیلیه کې اوسېدو ته اړتیا لري.

ورته مطالب