د زابل برید کې پنځه امریکایان وژل شوي

د افغانستان په زابل ولايت کې د وژل شويو امريکايانو د هويت په اړه نوي جزييات په ډاگه شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ويلي دي چې په وژل شويو پنځو امريکايانو کې يوه يې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه ماموره، بل يې د امريکا ددفاع وزارت يو کارکونکى او پاتې درې يې امريکايي سرتېري دي.

له يوه افغان ډاکتر سره دغه امريکايان پرون د زابل په ولايت کې هغه مهال ووژل شول چې يوه ځانمرگي يې له کاروان سره خپل گاډى چې چاوديدونکي توکي په ځاى په ځاى و، وچووه.

دغه امريکايان د زابل له والي اشرف ناصري سره د موټرو په يوه کاروان کې د قلات ښار د يوه ښوونځي ماشومانو ته درسي کتابونه لېږدول چې د بريد موخه وگرځېدل.

د زابل ولايت والي ويلي دي چې ځانمرگي غوښتل چې دى په نښه کړى، خو نوموړى له بريده ژوندى وتلى دى.

ځوانه

د امريکا د بهرنيوچارو وزير جان کېري په دغه پېښه کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو او په ځانگړي ډول د بهرنيو چارو وزارت د يوې کارکوونکې پر وژلو ژوره خواشيني ښوولې ده.

ښاغلي کېري د بهرنيو چارو وزارت وژل شوې دغه کارکوونکې يوه ځوانه، هوښياره او وړه ماموره بللې چې وايي غوښتل يې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

هغه وايي تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر پر مهال يې هله دا وليدله چې دده د ملاتړ لپاره غوره شوې وه.

ښاغلي کېري د هغې ستاينه وکړه چې افغانانو ته د ښه ژوند د شرايطو د برابرولو په لاره کې يې په غمجن ډول خپل ژوند قربان کړ.

د امريکا د بهرنيو چارووزير داهم وويل ، چې په دغه بريد کې د بهرنيو چارو وزارت څلور نور کارکوونکي ژوبل شوي دي چې ديوه حالت يې نازک دى.

Image caption ظاهراً د برید هدف د زابل والي و، خو نور کسان په کې ووژل او ټپیان شول.

ښاغلي کېرې زياته کړه ، د امريکا ددفاع له وزير چک هېگل، له سپينې ماڼې اوکابل کې د امريکا له سفير سره په نژدې تماس کې دى چې ددغه بريد په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

زابل کې دغه بريد داسې مهال شوى چې د امريکا د گډو ځواکونو لوى درستيز جنرال مارتين ډيمپسي افغانستان ته ورسيد چې له نژدې د امريکايي ځواکونو له لوري د افغان ځواکونو د روز نې چارو جاج واخلي.

ناټو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږدولو په بهير کې دي چې د افغانستان په يوشمېر سيمو کې دغه لېږد ترسره شوى دى.

امريکا او ناټو اوس مهال افغانستان کې تر سل زرو ډېر عسکر لري او په پام کې ده چې د ٢٠١٤ کال تر پاى پورې له افغانستان څخه ووځي.

ورته مطالب