استرالیا د اروزګان بیارغونې ته پيسې ورکوي

Image caption اروزګان د افغانستان یو له وروسته پاتیو ولایتونو څخه دی چې د اوسېدونکو په وينا يې د بیا رغاونې کارونه په کې د پام وړ نه دي.

د اروزګان والي امير محمد اخوندزاده د یکشنبې په ورځ ( د اپریل، اوومه) په ترينکوټ ښار کې د ځايي خلکو او بهرنیو چارواکو په یوه غونډه کې وویل چې استرالیا ورسره د بیا رغاونې په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

افغان چارواکي وايي په کابل کې د استرالیايي سفارت او د دې هېواد د پرمختيايي مرستو د ادارو استازي او د افغانستان د کليو د پراختيا او فوايد عامې د وزارتونو مرستيالان اروزګان ته ورغلي وو.

د اروزګان والي وويل په دې ولايت کې به د بيارغونې په برخه کې استرالیا ٢٥ ميليونه امريکايي ډالر ولګوي.

والي وویل دا پيسې به د راتلونکو درېيو کلونو پر مهال د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د کليو پراختيا او فوايدعامې رياستونو له لارې ولګول شي .

د اروزګان والي وویل دوى نیت لري چې په دې ولايت کې د سړکونو په برخه کې ډېرې پروژې پلې کړي ځکه چې د دې ولايت سړکونه ډېر نه دي جوړ شوي.

د افغانستان د کليو د پراختيا وزارت مرستيال محمد طارق عصمتي د ترین کوټ غونډې حاضرینو ته وویل چې له دغو پيسو څخه به ډېرى برخه يې د دې ولايت په ١٦٠ کيلومترو سړکونو ولګول شي او په پاخه او اساسي ډول به جوړ شي.

ښاغلي عصمتي ادعا وکړه چې د اروزګان امنيت ښه شوى او د بيارغونې د کارونو لپاره ښه زمينه برابره ده.

دوی ژمنه وکړه چې وزارت به يې په دې ولايت کې د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې تطبيق کړي.

د فوايد عامې وزارت مرستيال احمد شاه وحيد وويل هڅه کوي د اروزګان - کندهار ولايتونو تر منځ د لويې لارې د جوړولو لپاره پیسې پيدا کړي.

اروزګان د افغانستان یو له وروسته پاتیو ولایتونو څخه دی چې د اوسېدونکو په وينا يې د بیا رغاونې کارونه په کې د پام وړ نه دي.

استرالیا او تر دوی وړاندې هالند په دغه ولایت کې د ولایتي بیا رغاونې ټیمونه لرل.

ورته مطالب