افغان عالمانو روانه جګړه 'حرامه' وبلله

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزى
Image caption د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزى د دغه هوکړه ليک ننگه کړې

افغانستان کې د بېلابېلو ولايتونو نه راغليو ديني عالمانو په دغه هېواد کې روانه جگړه حرامه وبلله او هغه پرېکړه ليک منښته يې وکړه چې د افغانستان د سوله ييز راتلونکې په اړه د اسلامي همکاريو په درېيم کنفرانس استانبول کې شوې وه.

د غونډې برخه والو له اسلامي کنفرانس او ملگرو ملتوو نه غوښتنه وکړه چې په دغه هېواد کې دې د سولې له بهير سره مرسته وکړي او د سيمې هېوادونه دې وهڅوي چې د دغه بهير د پياوړتيا لپاره کوټلي گامونه پورته کړي .

د دغې ناستې گډون والو په يوه خوله ويل چې په افغانستان کې نور د جگړې دوام د اسلامي احکامو نه ښکاره سرغړونه ده او روانه جگړه د دوى له نظره سياسي جگړه ده چې بيلابيلې سياسي ډلې يې د سياسي موخو د تر لاسه کولو لپاره پر مخ بيايي.

د دغه کنفرانس يوه سمبالوونکي او د افغانستان د مدني ټولنې د پرمختيا د مرکز مشر محمد سعيد نيازى وايي په دغه هېواد کې روانه جگړه له څېرمه سياسي جگړه ده او د سياسي موخو لپاره ترينه گټه اخيستل کېږي.

د افغانستان د سوله ييزې راتلونکې لپاره د اسلامي همکاريو کنفرانس چې لومړى يې د ٢٠١١ کال د نومبر مياشتې په ديرشمه په استانبول کې د گڼو اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو په گډون جوړ شوى و، دويم هغه يې بيا په کابل کې جوړ شو چې د ځينو امنيتي ستونزو له امله گڼو نړيوالو ديني عالمانو په کې برخه وانه خيستله.

د دغو ناستو د لړۍ درېيمه يې بيا هم په استانبول کې جوړه شوه چې د سعودي عربستان، مصر، لبنان، فلسطين، اندونيزيا، پاکستان، هند، ايران، عراق، تاجکستان، اندونيزيا او گڼو نورو اسلامي هېوادونو وتلو ديني عالمانو په کې برخه لرله.

په دغې ناسته کې گډونوالو په افغانستان کې روانه جگړه ناروا بللې او دغلته يې د انسانانو د زياتې وينې تويدو سره يې مخالفت په داگه کړى و.

د دغې غونډې يو گډونوال او د امريکا د جورج ميسن په پوهنتون کې استاد نعمت الله نجومي وايي چې د استانبول غونډه د يو کس، يا د يو هېواد په نوښت یا فشار رابلل شوې غونډه نه وه بلکې د هغه په ټکو د نړيوالو علمي بنسټونو او وتلو ديني عالمانو په نوښت جوړه شوې غونډه وه، چې نړيوال ارزښت لري.

د استانبول د درېيم کنفرانس د پريکړو د هوکړې په غونډه کې د افغانستان د عالمانو او سولې د عالي شورا گانو استازو هم برخه لرله.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزى وايي چې دوى د دغه هوکړه ليکه ننگه کوي، او د سولې د بهير په پياوړي کولو کې به د هغه د موادو نه کار واخلي.

پوښتنه دا ده چې په استانبول کې به د تر سره شوې غونډې پريکړې د افغانستان د کليو او بانډو ملا امامان څنگه پلې کړي او هغوى کنگه کولاى شي چې د دغې غونډې پريکړې د ولسي خلکو تر غوږونو ورسوي، دغې غونډې ته د غزني ولايت نه راغلى مولوي نصرالله موسى زى وايي د جوماتونو منابر د دغه پريکړه ليک د بيانولو لپاره مناسب ځايونه دي.

د دغه پريکړه ليک په يوولس گونو مادو کې مهمه برخه يې له اسلامي کنفرانس او ملگرو ملتونو نه د دغې ناستې د برخه والو کلکه غوښتنه وه چې په افغانستان کې دې د سولې د راوستو لپاره هلې ځلې گړندۍ کړي، خو تر دې وړاندې هم په گڼو غوندو کې ورته غوښتنې شوي دي.

خو دا پلا د دغې ناستې برخه وال وايي چې د استانبول په کنفرانس کې د اسلامي عالمانو او وتلو څيرو غوښتنه همدا وه، چې د الاذهر پوهنتون او د نړۍ د نورو پيژندل شويو اسلامي څيرو په گډون جوړه شوې وه.

د غونډې برخه وال وايي چې ښايي دغه پلا د استانبول د کنفرانس په غوښتتنه نړيوال خپل پام افغانستان او په تيره بيا دغلته د مسلمانانو د وينو تويدو مخنيوي ته را واړوي .

ورته مطالب