د کونړ پېښې پلټونکي: ماشومان بمبارۍ وژلي

Image caption پلاوي ته ورکړل شوى نوملړ ښيي چې د اوو وسلوالو په ګډون په دغو عملياتو کې ټول ټال ٢٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هغه پلاوى چې په کونړ کې د ولسي وګړو د وژل کيدو په تړاو ټاکل شوى وو سه شنبې په ورځ ( د اپريل نهمه) په شيګل ولسوالۍ خبريالانو ته د قربانيانو له کورنيو سره تر ليدو وروسته وويل چې خلک د بمبارۍ او بام غورځيدو له امله مړه شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي پر ټېلېفون له خلکو سره خواخوږي وښوده او ويې ويل پر کليو او کورونو بمبار نور د منلو وړ نه دى او په کلکه به يې پوښتنه کوي.

ولسمشر حامد کرزي د ګرځنده تېلېفون له لارې په شيګل ولسوالۍ کې له هغو خلکو سره خبرې وکړې چې د شنبې په ورځ (د اپريل شپږمه) يې د کورنيو غړي د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوي.

ښاغلى کرزى وروسته له هغې قهروړى شوو چې د ګل پاچا په نوم يوه قومي مشر ورته وويل ښځې او کوچنيان د الوتکو د بمبارۍ په ترڅ کې وژل شوي.

افغان ولسمشر پر کورونو بمباري د خپل حکم او غو ښتنې سرغړاوى وباله او د دغې پيښې د لا نور کلک سپيناوي او له قربانيانو سره د مرستې خبره يې وکړه.

د ولسمشر کرزي او قومي مشر اورېدل شوې خبر:

ولسمشر: دا ماشومان څنګه شهيدان شول بمباري پرې وشوه که څه وشول؟

قومي مشر ګل پاچا: دا ټول تلفات د بمبار په وجه رسيدلي.

ولسمشر: ماغوښتل همدا معلومه کړم چې بمبار پرې شوى کنه؟ ولې چې ما حکم ورکړى واضح چې د افغانستان حکومت د هيڅ خارجي نه په کلو او په وطن کې بمبار نه شي غوښتى او خارجيانو ته مو واضح ويلي چې زموږ په کلو او وطنو کې به په هيڅ نامه تاسو د بمبار حق نه لرئ. دا يې زموږ د حکم تخلف کړى او زموږ دغوښتنې سرغړونه يې کړې موږ به د دې پوښتنه کوو.خداى دې افغانستان له دې پردوڅخه خلاص کړي که پردى طالب دى او که خارجي امريکايي دى او که انګريز، خداى مو دې له ټولو څخه په خير او سلامتيا خلاص کړي، رنج دوى له لاسه راپيښ دى"

داسې رپوټونه هم شته چې کله ورغلي سرتيري کورته د پلټنې په موخه ورننوتل، نو د باندې د کلک مقاومت سره مخامخ شول او مرګ ژوبله هم ور واوښته.

وړاندې ځينو امنيتي چارواکو ويلي وو چې ګواکې ښځې او کوچنيان په کور کې دننه د شوې چاودنې له امله وژل شوي خو د ولسمشر له لورې ټاکل شوى پلاوي وايي هيڅ داسې نښې يې ونه موندې چې د دغې ادعا پخلى دې وکړي.

د پلاوي مشر شجاع الملک جلاله وويل: "کوم ماشومان چې شهيدان شوي د هغو له ورثې سره موږ تفصيلي خبرې وکړې ،مخکي يو راپور و چې په دې کور کې ځانمرګى وو او د هغه د چاودنې له امله دغه ماشومان مړه دي ،خو اوس چې له قومي خلکو نه موږ معلومات واخيستل زموږ زړه ته دا خبره نه پريوځي ځکه چې څوک خپل ماشومان نه وژني ، په بمبار کې دا واقعات شوي او دهغه کور عکسونه به هم موږ ته راوړي.زموږ تسلي تقريبآ په دې شوې چې دا ماشومان په بمبار کې مړه دي"

د پلاوي بل غړى او په ولسي جرګه کې د کونړ استازى حاجي سخي مشواڼى وايي ورته معلومه شوه چې د بمبارۍ او د کور د بام دغورځيدو له امله ښځې او کوچنيان وژل شوي.

دى وايي حکومت په لوى لاس دغه سيمه وسلوالو ته پرايښې او ترهغه چې غم يې ونه خوړل شي دا وړ پيښې به د ده په ټکو نورې هم رامنځ ته کيږي.

"مخالفين په سيمه کې وجود لري او دليل يې دا دې چې حکومت سيمه خوشې کړې.دغلته ځانمرګى نه دى شوى ،بمبار شوى د راکټ په واسطه پاس منزل لګيدلى او د کور د رالويدو په نتيجه کې دغه کشران مړه دي."

پلاوى وايي د لا نورې روښانتيا لپاره يې د ړنګ شوي کور عکسونه هم غوښتي چې معلومه شي د کور څومره برخه څه ډول ړنګه شوې.

د يکشنبې پر ورځ چې ځايي خلکو د وژل شوو کوچنيانو مړي د احتيجاج په ډول خبريالانو ته وښودل نو ظاهرآ پرې د مرميو ټپونه نه معلوميدل.

او داسې ښکاريده چې وژل شوي څه موده تر خاورو خځلو لاندې پاتې شوي ځکه د جګړې له ويرې څوک د پيښې ځاى ته نه شو ورتلى.

د وژل شوو ډيره برخه د علي خان د کورنۍ غړي دي چې په همدغو عملياتو کې وژل شوى او امنيتي چارواکي يې سر سخت جنګيالى بولي.

پلاوي ته ورکړل شوى نوملړ ښيي چې د اوو وسلوالو په ګډون په دغو عملياتو کې ټول ټال ٢٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ١١ يې کوچنيان دي.

ورته مطالب