بادغیس مېشتو ته د څښاک اوبه چمتو کېږي

Image caption ځینې خلک اوبه په بیه اخلي خو د ډېرو خلکو بیا وس نه ورته رسېږي.

دا مهال د افغانستان د شمال لوېدیځ بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې زرګونه کورنۍ د څښاک پاکې اوبه نه لري. ځینې خلک اوبه په بیه اخلي خو د ډېرو خلکو بیا وس نه ورته رسېږي.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر انجنیر ویس برمک د هسپانیا د نړیوالې همکارۍ ایجنسۍ له مشر خوان لوپېز دورېګا سره د ۲۲ میلیونو یورو په ارزښت یو تړون لاسیلک کړ چې ورسره به د بادغیس ولایت خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ومومي.

ښاغلی برمک وايي په دغو پیسو به په بادغیس کې خلکو ته د څښاک پاکو اوبو د رسولو ترڅنګ ځینې نورې پروژې هم پلې کړي.

ښاغلی برمک وايي په کوچني قادس کې به د اوبو یوه زیرمه جوړه شي چې وروسته به د یوې شبکې په وسیلې چې نژدې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري مرکز قلعه نو ته ورسول شي.

د هسپانیا د نړیوالې همکارۍ ایجنسۍ مشر خوان لوپېز دورېګا وايي که څه هم د اروپا یو شمېر هېوادونه له اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي خو هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو دوام وکړي.

که څه هم تر دې دمه د بادغیس په ولایت کې د هسپانیا هېواد په مرسته شاوخوا ۴۴ زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی چې چارې یې د سیمه ییزې پراختیا پروګرام له لارې ترسره شوي دي. خو لا هم ګڼ شمېر خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري.

هسپانیا تر دې دمه له دغه پروګرام سره څه باندې ۵۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

ورته مطالب