ننګرهار کې د ایساف چورلکه رالوېدلې

Image caption چورلکه هغه مهال راولوېده چې په سیمه کې یې ګزمه کوله. احمد ضیا عبدالزی

افغانستان کې دېره نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، د دغه هېواد په ختیځ کې یې یوه چورلکه رالوېدلې شوې.

د ایساف یوه ویاند کپتان لوکا کرنیل بي بي سي ته وویل، په دغېچورلکې کې دوه کسان سپاره وو.

" موږ دا تاییدولی شو چې د ایساف یوه چورلکه د افغانستان په ختیځ کې نسکوره شوې ده. د چورلکې د نسکورېدو پر مهال د دښمن د فعالیتونو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی. زه دا هم تاییدولی شم چې په چورلکه کې دوه کسان سپاره وو."

دغه راز د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په پچیراګام ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو یوه چورلکه رالوېدلې او په کې ناست کسان وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي بي بي سي ته وویل، چورلکه هغه مهال را ولوېده چې په سیمه کې یې ګزمه کوله.

خو د افغان دولت مخالفو وسله والو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د دوی ملګرو په پچیراګام ولسوالې کې یو امریکايي چورلکه په نښه کړې او ټولې سپرلۍ یې وژل شوي دي.

د تېرې مارچ میاشتې په لومړیو کې د کندهار دامان ولسوالۍ کې د يوې چورلکې لوېدو له امله د ناټو په مشرۍ پنځه امریکایي پوځيان ووژل شول.

ورته مطالب