حزب اسلامي پر خپل کاندید سلامشورې کوي

د حزب اسلامي نښان
Image caption حزب اسلامي وړاندې په ټاکنو کې برخه اخیستل رد کړي وو.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند ویلي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ګډون کولو او یا د کوم مشخص کاندید د ملاتړ لپاره بحثونه او رسمي خبرې پیل کړې دي.

د افغان حکومت مخالف حزب اسلامي ګوند یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې مرکزي شورا د دې کار لپاره یوه کمېټه هم جوړه کړې ده.

د دغه ګوند د سیاسي کمېتې د پخواني مشر قطب الدین هلال په مشرۍ څلور کسیزه پلاوی کابل ته تللی دی.

سرچینه وايي، چې دغه پلاوی په کابل کې له خپلو هغو مخکنیو ملګرو سره سلا مشورې کوي، چې ځینې یې پارلمان او د حکومت ملاتړي دي.

سرچینې دا هم ویلي، چې د حزب اسلامي پلاوی به د ولسمشر کرزي له سیاسي مخالفانو سره هم د ټاکنو پر سر وغږېږي.

تېره ورځ په کابل کې د حکومت سیاسي مخالفانو او ګوندونو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

پخواني غړي

د حزب اسلامي سرچینې بي بي سي ته ویلي چې ''د پلاوي په اجنډا کې لومړی ټکی له خپلو مخکنیو غړو سره سلا مشورې او د هغوی نظر معلومول دي''.

سرچینې په اسلام اباد کې د بي بي سي د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، که چېرې ګوند په رسمي توګه ټاکنو ګې د برخې اخیستو اعلان وکړي، شاید د حزب اسلامي د سیاسي کمېتې اوسنی مشر ډاکټر غیرت بهیر او قطب الدین هلال راتلونکو ټاکنو ته احتمالي کاندیدان واوسي.

د ګلبدین حکمتیار د صدر اعظمۍ پرمهال، قطب الدین هلال د افغانستان مخکنی لومړی وزیر هم پاتې شوی دی.

حزب اسلامي د بي بي سي دې پوښتنې ته ،چې ایا دغه ګوند د بهرنیو ځواکونو په شتون کې ټاکنو کې د برخې اخیستو مخالف نه دی، وویل، چې ''د ګوند په پخواني دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی''.

خو وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ډاګه کړې وه، چې د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې به په تاکنو کې برخه نه اخلي.

کابل ته د دغه ګوند په استول شوي پلاوي کې د مرکزي شورا غړی محمد رسول، حاجي عبدالمالک او انجنیر کریم هم ملګري دي.

ورته مطالب