" افغانستان کې به ټاکنې رڼې، ازادې او عادلانه وي"

Image caption افغانان دي که بهرنیان، ټول یوه اندېښنه لري چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې تاکنې به په رڼه توګه ترسره شي که نه ؟

د افغانستان لانجمنه موضوع، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې په هېواد کې دننه او بهر پرې بحثونه کېږي. افغانان دي که بهرنیان، ټول یوه اندېښنه لري چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې تاکنې به په رڼه توګه ترسره شي که نه ؟

خو افغان ولسمشر حامد کرزي، خپل امریکا يي سیال بارک اوباما ته په یوه ټیلفوني اړیکه کې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به په ټولییزه توګه رڼې، آزاده او عادلانه ترسره شي.

دواړو مشرانو ټینګار وکړ، چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې تاکنې د افغانستان د راتلونکې او د نړیوالو ملاتړ د دوام لپاره مهمې دي.

خو پوښتنه دا ده، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره او اوسني ترينگلي امنيتي حالت ته په کتو د افغانستان په یوشمېر سیمو کې ښاغلی کرزی څه ډاډ ورکولی شي، چې دلته به هر څه سم پر مخ روان وي.

همدغه پوښتنه مو د افغان ولسمشر له ویاند ایمېل فيضي وکړه. ښاغلي فيضي وویل، چې د بشپړو او رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره اړتیا ده، چې هم نړیواله ټولنه او هم افغان حکومت په ګده د امنیت د ښه والي لپاره کار وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي خپل امریکايي سیال ته په خپلو خبرو کې په دې هم ټینګار وکړ، چې کورنیو کړیو او بهرنیو هېوادونو ته به په دغو ټاکنو کې د مداخلې اجازه ور نه کړي.

بله خوا د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ايتلافونو د همکارۍ شورا پر ولسشمر کرزي تور لګولی، چې ګواکې ښاغلی کرزی هڅه کوي د خپلې خوښې کس د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر وټاکي.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، له ولسمشر سره د جهادي مشرانو، سیاسي ګوندونو، ملي شورا او مدني تولنې د استازو په ګډه غونده کې پرېکړه شوې، چې د انتخاباتو کمېسیون نوی مشر به د ټاکنو د تشکيلاتو او صلاحيتونو د قانون له تصویب وروسته د دغه قانون په رڼا کې ټاکل کیږي.

ورته مطالب