"د سولې بهير ناکامي افغانستان ته لوى ګواښ دى"

Image caption د برتانيا د پارلمان جرگگۍ وايي په دې اړه ډير کم معلومات لري چې د برتانوي ځواکونو له راوتو وروسته به د برتانيا د دفاع او بهرنېو چارو وزارتونه افغانستان کې څه ډول ښکيلتيا ولري.

د برتانيا پارلمان د دفاعي چارو جرگگۍ ويلي دي که چېرې طالبانو سره د سولې په بهير کې پرمختگ ونه شي افغانستان کورنۍ جگړې سره مخامخ کېدى شي .

دې جرگگۍ افغانستان په اړه خپل يوه راپور کې ويلي دي کله چې د برتانيا او نورو هېوادو پوځيان افغانستان څخه راوځي د دې هېواد د راتلونکي خوندي کولو لپاره، د افغان حکومت په مشرۍ طالبانو سره د سولې د بهير پيلولو ته اړتيا ده.

د دفاعي چارو کمېټې خپل دې راپور کې خبردارى ورکړى "برتانيا د دې مسوليت لري چې د خپل اغيز کارونې سره افغانستان ددې جوگه کړي چې د ٢٠١٤ کال نه وروسته خپلې چارې پر مخ بوځي".

دې راپور ته غبرگون کې د برتانيا د دفاع وزير ويلي برتانيا به افغانانو سره يوۀ پايښت لرونکي سياسي هواري ته رسېدو کې مرسته کوي.

د پارلمان د غړو راپور د ٢٠١٤ کال په پاى کې افغانستان څخه د برتانيا د جگړيزه پوځيانو په راويستو او افغان پوځ ته د مسوليتونو په سپارلو راغونډ دى.

په راپور کې د افغان پوځ وړتيا کې "نېمگړتياو" ته په اشارې سره ويل شوي دي چې هغوي د هليکوپترو او نور هوايي ملاتړ له کمي سره مخامخ دي.

راپور کې راغلي دي که څه هم چې دا افغانانو پورې اړه لري چې خپله راتلونکې خپله وټاکي، خو برتانيا او د دې نړيوال متحدين بايد افغان ولس ته دا ثابته کړي چې د مرستو په لړ کې به ورسره خپل مسوليتونه په ځاى کوي.

د پارلمان غړو وويل په دې اړه يې ډير کم معلومات ترلاسه کړي دي چې د برتانيا د دفاع او بهرنېو چارو وزارتونه به ٢٠١٤ کال نه اخوا افغانستان کې څه ډول ښکيلتيا لري؟

د برتانيا د دفاع وزير وويل د دې راپور د خپرېدو هرکلى کوي او دا د حکومت دې پلان سره ورته والى لري چې افغانان خپله امنيتي مسوليتونه واخلي او افغانستان کله هم بيا لپاره د نړيوال ترورزم په پناه ځاى وانه وړي.

د دفاعي کمیټۍ مشر جیمز اربتهنټ ویلي، موږ له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه ضد او نقیض شننې تر لاسه کړې. رښتیا دادي، چې د برتانیا رول محدود دی او دا د افغانانو کار دی، چې خپل راتلونکی جوړ کړي.

د دفاعي کمیټۍ په رپوټ کې لاندې سپارښتونه هم شوي.

  • روزل شوي افغان امنیتي ځواکونه، چې پرله پسې مالي مرسته ورکړل شي.
  • پیاوړې عدلیه
  • پرمختیايي مرستې
  • د اداري فساد او مخدره مواد د مخنیوي لپاره ګټور اقدامات

په همدې حال کې له لسو کلنو وروسته افغانستان کې د برتانوي شاهي بحري پوځ وروستۍ ټولۍ له افغانستانه ووته. د برتانیا د شاهي بحري پوځ اړوند څلوېښت کوماندو سرتېري لومړی ځل ۲۰۰۱ کې افغانستان ته راغلل.

افغانستان کې برتانوي پوځیان د هلمند په موسی کلا، نهر سراج او سنګین سیمو کې ځاي پر ځای وو. برتانیا ویلي، چې د ۲۰۱۴ تر پایه به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي او دم ګړۍ په بریالیتوب سره دغه پروسه پر مخ روانه ده.

د شاهي بحري پوځ د وروستۍ ټولۍ د ستنېدو پر مهال د برتانیا د دفاع وزیر فلیپ همنډ د دغو پوځیانو د خدمتونو ستانیه وکړه ویې ویل، چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو په زیاتولو کې مهم رول درلود.

د دفاع وزیر زیاته کړه هغه افغان امنیتي ځواکونه، چې له برتانوي پوځیانو یې روزنه تر لاسه کړې، کولای شي د تل لپاره افغانستان کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو جوړېدو مخنیوی وکړي.