پي اى اې کندهار ته خپلې الوتنې ځنډولي دي

Image caption د کوتې او کندهار تر منځ الوتنې پنځه مياشتې وړاندې پيل شوې وې

د کندهار هوايي ډگر مسوولين وايي د پاکستان نړيوال هوايي شرکت پي اى اې د څو اوونیو راهیسې دغه ښار ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

که څه هم د دغه شرکت چارواکي د الوتنو د ځنډولو لامل اقتصادي ستونزي بولې خو د کندهار هوايي ډګر مسوولین وايي چې دغه شرکت مخکې هم دغه ولایت زړه نه ښه کاوه.

د کوټې نه کندهار ته د پي ای اې الوتنې پنځه میاشتې وړاندي پیل شوي خو د تېرو څو اوونیو کېږي چې دغه پروازونه ځنډول شوي دي.

ویل کېږي چې يو شمېر کسانو د ټکيټونو د لوړوالي له امله زړه نه ښه کاوه، چې په الوتکه کې کوټې ته سفر وکړی.

د کندهار او کوټې ترمنځ د یوه ټکټ بیه ۶۹۰۰ افغانې او له کندهار نه تر کراچي پورې ٥٨٠٠ افغانۍ اخيستل کېدې.

د کندهار د هوايي ډګر مشر احمدالله فيضي وايي، چې دغه شرکت په رسمي ډول د خپلو الوتنو د بندېدو خبر نه دى ورکړى، خو په وينا يې مخکې د پی ای اې هوایې شرکت د الوتنو پر مهال د نه ګټې خبره کړې وه.

د کندهار د والي وياند جاوید فیصل وايي، چې د پاکستان دولت دوى ته په رسمي توګه خبر نه دى ورکړى، خو په وينا يې د غه شرکت لا له وړاندې بهانې لټولې او کېداى شي چې ستونزه یې د مسافرو نشتوالی وي.

ښاغلي فیصل وايي په دې اړه به د پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.

د کندهار د والي ویاند زیاته کړه چې د دغې موافقې له مخې داسي پلان و، چې په راتلونکي کې به افغان هوايي شرکتونه هم دغه چارې ترسره کړي.

دغه ستونزه په داسې مهال کې رامنځته کېږې چې د پاکستان نړیوال هوایې شرکت پې ای اې لا له وړاندې د اقتصادي ستونزو سره مخ و او په وار وار پاکستاني رسنیو د دغه شرکت د دیوالي کېدو خبر ورکړې ؤ.

ورته مطالب