" د برتانوي پارلمان د کمیټې اندېښنې بې ځایه دي"

Image caption پاکستان د افغانستان د سولې بهیر سره همکاري نه کوي او له همدې امله اوس دغه هېواد د مخالفو وسله والو سره د سولې لپاره نوې لارې چارې لټوي. ایمل فیضي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د برتانیا د پارلمان د دفاعي کمیټۍ اندېښنه بې ځایه بولي او ټینګار کوي چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې له کورنۍ جګړې سره مخامخ نه شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند بي بي سي ته وویل، افغانستان ۱۰ کاله وړاندې حالت کې نه دی، اوس دولتي بنسټونه جوړ شوي او د نړۍ سترو قدرتونو سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي، چې پر بنسټ به یې دغه قدرتونه په راتلونکې کې هم افغانستان کې حضور ولري.

د غې کمیټې په خپل رپوټ کې ویلي وو، چې که چېرې طالبانو سره د سولې په بهیر کې پرمختګ و نه شي افغانستان کورنۍ جګړې سره مخامخ کېدای شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ایمل فیضي د برتانیا د پارلمان د دفاعي کمیټې د رپوټ په غبرګون کې بي بی سی ته وویل، افغانستان په تېرو ۱۰ کلونو کې ډېر پرمختګونه کړي، د نړۍ سترو قدرتونو سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي او له همدې امله به کورنۍ جګړې سره نه مخامخ کېږي.

ښاغلی فیضي وايي د افغانستان د راتلونکې په اړه د لوېدیځ له خوا منفي څرګندونې پر دغه هېواد د فشار راوړلو لپاره کېږي، چې په امنیتي تړون کې د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د ولسمشر ویاند د برتانیا د دفاعي کميټې د رپوت هغې برخې سره، چې په افغانستان کې د دولت مخالفو وسله والو سره خبرې اترې اړینې دي، یوه خوله دی.

هغه وايي هېواد یې په تېرو کلونو کې په دې برخه د پام وړ هڅې کړې او اوس یې هم هڅې روانې دي.

ښاغلی فیضي وايي، د افغانستان د دولت مخالف وسله وال پاکستان کې روزل کېږي او دغه هېواد یې مشري په غاړه لري.

هغه وايي پاکستان د افغانستان د سولې بهیر سره همکاري نه کوي او له همدې امله اوس دغه هېواد د مخالفو وسله والو سره د سولې لپاره نوې لارې چارې لټوي.

په راپور کې ویل شوي چې برتانیا په دې ډاډه ده، چې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته د بریالیتوب پر لور روان وي، خو افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې له دغه کاله وړاندې دې له نړیوالې ټولنې ډېر څه ترلاسه کړي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې افغان چارواکي دې ناټو سازمان اړ کړي، چې تر ۲۰۱۴ کال وړاندې د افغان پوځ نیمګړتیاوې لرې کړي.

د دفاعي چارو کمېټې دغه رپوټ کې خبردارى ورکړى چې برتانيا مسوليت لري، چې د خپل اغيز له لارې افغانستان د دې جوګه کړي چې له ٢٠١٤ کاله وروسته خپلې چارې په خپل سر پر مخ بوځي.

ورته مطالب