د غزني والي: د کلتور او ښار جوړونې وزارتونو غفلت کړی

غزنی
Image caption غزنی په ۲۰۰۷ کال د آیسیسکو مؤسسې له خوا د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي کلتور پلازمېنه اعلان شو.

په غزني ولایت کې سیمه ییزو چارواکو د دغه ښار د بیا رغونې په چاره کې د اطلاعاتو او کلتور او ښاري پراختیا وزارتونه په غفلت تورن کړي.

غزنی د شنبې پر ورځ (حمل/وري ۲۴، اپریل ۱۳) د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه اعلان شو.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل، چې اسلامي هېوادونو په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه د اعلانېدا لپاره ددغه ښار په بیا رغونه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

ښاغلي اکبر زاده دا هم وویل، چې د افغانستان حکومت او اړوندو وزارتونو د غزني په بیارغونه کې غفلت کړی دی: "له تېرو شپږو کلونو راهیسې غزنی د اسلامي کلتور د پلازمېنې په توګه پېژندل شوی، خو له بده مرغه باید ووایم، چې اسلامي هېوادونو په دې اړه له موږ سره هېڅ مرسته نه ده کړې".

نوموړي د سعودي عربستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې، ایران او ځینو نورو اسلامي اسیايي او افریقايي هېوادونو نومونه واخیستلو چې تر ډېره ترې د غزني د بیارغونې په برخه کې د مرستې تمه کېده، هغه وویل، که چېرې دغو هېوادونو له ۲۰۰۷ کال راهیسې هر کال د غزني له بیارغونې سره لس میلیونه ډالره مرسته کړې وای، پر اویا میلیون ډالرو به دغه ښار په بشپړه توګه رغول شوی و.

"له غزني سره جفا"

غزني والي ددغه ښار په بیا رغونه کې د تېرو شپږو کلونو ټوله پړه پر افغان حکومت او اړوندو وزارتونو واچوله.

موسی خان اکبر زاده وویل، د افغانستان حکومتي بنسټونو د غزني لپاره هېڅ کار نه دی کړی، بلکې د بهرنیانو مرستو ته لاس تر زنې ناست وو.

د نوموړي په باور، د غزني د بیارغونې کار درې ځلې لاس په لاس شوی، او وروسته تر هغو چې د ښاري پراختیا او کلتور وزارتونه د دغه ولایت د بیارغونې د پروژو په کار کې پاتې راغلل، ولسمشر کرزي یې مسؤولیت د ولایت چارواکو ته وسپاره.

موسی خان اکبر زاده بي بي سي ته وویل: "د غزني چارې لومړی د ښاري پراختیا پر غواړه وې، چې ویې نه شوای کړای، بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شوې، ویلای شم چې دغه وزارت هم په وروستیو درېیو کلونو کې کوم مؤثر کار ونه کړ، چې بالاخره د بیارغونې چارې د ولایت چارواکو ته وسپارل شوې، چې کار اوسمهال دوام لري".

۳۲ لرغوني ځایونه

Image caption اکبر زاده وايي، له دغو تاریخي ځایونو یې ۱۶ رغول شوي، او د نورو ۱۴ پروژو کار دوام لري.

د غزني والي وايي، دې ته په کتو سره، چې د غزني بیارغونې ته هېڅ کوم هېواد مرسته ورنه کړه، خو د افغانستان حکومت د دغه ولایت د لرغونو ځایونو بیارغونې ته یوڅه بودیجه ځانګړې کړه چې د ۳۲ تاریخي ځایونو بیارغول په نښه شوي وو.

اکبر زاده وايي، له دغو تاریخي ځایونو یې ۱۶ رغول شوي، او د نورو ۱۴ پروژو کار دوام لري.

نوموړی زیاتوي، تمه لري، چې د کلتوري پلازمېنې او نورو زېربنايي پروژو چارې تر راتلونکو شپږو میاشتو (میزان/ تلې) پورې بشپړې شي.

ورته مطالب