چک کابل ته د تعلیمي بورسونو ژمنه وکړه

Image caption افغان ولسمشر د چک له لومړي وزیر سره په کابل کې د لیدنې پر مهال له هغه غوښتنه وکړه چې افغان محصلینو ته په خپل هېواد کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

د چک جمهوریت منلې چې په خپل هېواد کې به افغان محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د چارواکو په وینا افغان ولسمشر د چک له لومړي وزیر سره په کابل کې د خبرو پر مهال وغوښتل چې یو شمېر محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره کړي چې مقابل لوري هم منلې ده.

دا مهال زرګونه افغان محصلین د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي، چې زیاتره یې د افغان حکومت له خوا لېږل شوي دي.

په افغانستان کې زده کړو ته د ځوانانو د پام وراوښتو سره هر کال لسګونه زره د دولسمو ټولګېو فارغان هڅې کوي چې پوهنتونونو ته لار ومومي.

د دغو پوهنتونونو په خوا کې یو شمېر محصلین په بهر کې هم په لوړو زده کړو بوخت دي او هر کال دغه شمېر لوړېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د چک جمهوریت له لومړي وزیر پیتر نیکاس سره په کابل کې د لیدنې پر مهال له هغه غوښتنه وکړه چې افغان محصلینو ته په خپل هېواد کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

وړاندې تر دې د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات ویلي و هڅه کوي چې په بهر کې لا زیاتو افغان محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

دغه راز د ولسمشر د یوه فرمان له مخې بهر ته د افغان محصلینو د لېږلو په موخه ځانګړې شوې ۱۰ میلیونه ډالره بودجه هم ۱۵ میلیونو ته لوړه کړې ده.

دا مهال په افغانستان کې دننه هم لسګونه پوهنتونونه شته چې لسګونه زره محصلین په کې په زده کړو بوخت دي خو ټولو ځوانانو ته د زده کړو زمینه نه په کې برابرېږي.

ورته مطالب