پر حکومتي ادارو د برېښنا شرکت ۳۰ میلیون ډالر پور

برېښنا شرکت
Image caption ''برېښنا'' شرکت په افغانستان کې د برېښنا رسولو دنده لري.

په افغانستان کې د برېښنا چمتو کولو "برېښنا" شرکت وايي، چې حکومتي ادارو تر ۱،۶ میلیارد د ډېرو افغانیو، چې ۳۰ میلیون ډالر کېږي، د برېښنا پیسې دغه شرکت نه دي ورکړې.

د "برېښنا" شرکت د سوداګرۍ د برخې مشر میرویس عالمي په کابل کې د بي بي سي زینب محمدي ته ویلي، چې حکومتي ادارې د برېښنا لګولو لپاره ځانګړې بودیجه لري، خو د کلني لګښت پیسې یې نه دي ورکړې.

دی وايي: "په مجموعي ډول، حکومتي ادارې د برېښنا شرکت ۱.۶ میلیون افغانۍ پوروړې دي. هر کال زموږ ادارې لوکسې کېږي او د برېښنا لګولو کچه یې لوړېږي، او د برېښنا بېلونه یې هم ورسره زیاتېږي".

د برېښنا پارچاوول

زیاتره دغه ادارې د عامه خدمتونو چارې مخته وړي، او دغه شرکت کولای شي چې برېښنا ورباندې پارچاوه کړي.

ښاغلي عالمي دا هم وویل چې "که چېرې د افغانستان برېښنا پارچاو شي، همدا به یې ستونزه وي".

نوموړی له دولتي ادارو غواړي، که چېرې د برېښنا پیسې نه شي ورکولای، خپل لګښتونه دې راټيټ کړي.

د مالیې وزارت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، د هرې حکومتي ادارې د برېښنا لګښت په عادي کلنۍ بودیجه کې شامل دی.

دی وايي چې "د حکومتي ادارو د عادي بودیجې لپاره هېڅ محدودیت نه شته، خو دوی کولای شي چې د اړتیا وړ بودیجه ترلاسه کړي، په دې شرط چې دفاع ترې وکړای شي".

ښاغلی توحیدي وايي، چې هره حکومتي اداره باید ځواب ووايي، چې ولې د برېښنا د بېل په ورکولو کې پاتې راغلې ده.

د مالیې وزارت په وینا، د حکومت عادي بودیجه په ۱۳۹۱ کال کې نژدې ۱۱۱ میلیارد افغانۍ وه، او سږ کال دغه بودیجه ۱۹۳ میلیون افغانیو ته رسېدلې ده.

یوازې ۵۴ سلنه دغه بودیجه له کورنیو منابعو او نوره یې له بهرنیو مرستو چمتو شوې ده.

د برېښنا شرکت د سوداګرۍ د برخې مشر وايي، په تېر کې ګڼو جګپوړو حکومتي چارواکو هم دغه شرکت ته د برېښنا بېل نه دی ورکړی، خو اوس یې ځینو دغه بېل پرې کړی دی.

سرچینه وايي چې عبدالرشید دوستم یې د برېښنا د بېل له اړخه ډېر پوروړی دی.

دی وايي چې جنرال دوست د کابل په شیرپور سیمه کې د خپل کور د برېښنا لګښت نژدې لسو میلیون افغانیو (چې ۲۰۰ زره ډالر کېږي) ته رسولی، چې لاهم د "برېښنا" شرکت پوروړی دی.

دی زیاتوي چې دغه بېلونه او پور د تېرو پنځو کلونو دی.

جنرال دوستم د افغانستان په شمال کې یو له ډېر واک لرونکو قومندانانو او د ملي جبهې د مشرانو له ډلې دی، چې دغه ډله د واکمن اوسني حکومت یوه مخالفه سیاسي ډله هم ده.

د جنرال دوستم ویاند بشیر احمد ته ینج ویلي چې "خپل پور نه ردوو، او چمتو یو چې هغه ورکړو".

خو نوموړی وايي چې دغه پور د تېرو دوو- درو مخکنیو میاشتو دی، او د برېښنا شرکت له لوري چې موږ ۲۰۰ زره ډالره پوروړي اعلان شوي یو، ډېر لوړ مبلغ دی، او رسنیو ته د دې موضوع رایستل یوه سیاسي انګیزه لري.

د هغه په باور، د "برېښنا" شرکت هڅه کوي، چې په دې کار سره د دوستم نفوذ ته صدمه ورسوي.

"برېښنا" شرکت په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې د یوه سوداګریز شرکت په بڼه جوړ شو، چې لوی شریکان یې دولتي ادارې او د مالیې وزارت دي.

ورته مطالب