هراتیانو د ایران کونسلګرۍ مخې ته مظاهره وکړه

Image caption په هرات کې د عدلي طب چارواکو ویلي، وژل شوي کسان په سمه توګه نه دي ساتل شوي، او دا هم لا جوته نه ده، چې دوی څه ډول وژل شوي.

د افغانستان هرات ولایت کهسان ولسوالۍ نژدې دوو سوو کسانو په هرات ښار کې د ایران کونسلګرۍ مخې ته مظاهره وکړه.

دوی وايي، چې تېر کال یې د کورنیو غړي ایران ته د کار کولو لپاره تللي وو، چې هلته تري تم شول.

دغو مظاهره کوونکو د خپلو هغو نهو دوستانو عکسونه له ځانه سره راوړي وو، چې وايي د ایران امنیتي ځواکونو تېر کال د ایران په خاوره کې په ډزو وژلي دي.

دوی وايي چې د کهسان ولسوالۍ دیارلس وګړي د تېر کال په اګست میاشت کې ایران ته د کار لپاره تللي وو، چې بیا وروسته تري تم شول.

ملګري ملتونه

په تېر دسمبر کې، د اسلام کلا نژدې ۱۵۰ اوسېدونکو په هرات کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ، او ویل یې چې ایراني پوځيانو یې پخپله خاوره کې د کورنۍ غړي په ډزو وژلي.

که څه هم دغو کسانو د ایران له حکومته د خپلو دوستانو د مړیو ورسپارلو غوښتنه کوله، خو ایراني چارواکو هغه مهال د دوی دا ادعاوې ردې کړې.

ایران رسنیو ته ویلي وو، چې هېڅ داسې ثبوت نه شته، چې ګني دغه ۱۳ افغانان ایران ته ننوتي دي.

په هرات کې د بي بي سي خبریال وايي، مظاهره کوونکو د ایران د کونسلګرۍ مخې ته راغونډ شول، چې ګڼو افغان امنیتي ځواکونو یې امنیت نیولی و.

لاریون کوونکو پخپلو شعارونو کې د ایران حکومت او چارواکي وغندل او له ملګرو ملتونو یې په دې موضوع کې د پلټنې غوښتنه کوله.

دوی ویلي، چې د ایران له خوا ویشتل شوي کسان قاچاق وړونکي نه وو، نه یې وسلې لرلې ''بلکې یوازې د کار پیدا کولو لپاره ایران ته تللي وو''.

په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، چې مظاهره سوله ییزه وه،خو د هرات ځینو چارواکو زموږ خبریال ته ویلي، چې ایران په دوو پړاوونو کې د دغو ۱۳ وژل شویو افغانانو مړي د هغوی خپلوانو ته سپارلي دي.

دوې ورځې وړاندې هم د دوو افغانانو مړي د افغانستان حکومت ته سپارل شوي وو، او بیا د نهو نورو کسانو مړي د هرات سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل شول.

په هرات کې د عدلي طب چارواکو ویلي، وژل شوي کسان په سمه توګه نه دي ساتل شوي، او دا هم لا جوته نه ده، چې دوی څه ډول وژل شوي.

خو ځینې مظاهره کوونکي وايي، چې د دوی د کورنیو د غړو په بدن د ډزو نښې لیدل شوې دي.

ورته مطالب